د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس د لغمان ولایت د علماوو شوری جوړه شوه

الاماره ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲ د شرعي نصوصو له مخې د اسلامي نظام د استحکام او پرمختګ لپاره له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً د لغمان ولایت د چارو د ښه سمون په موخه د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د فرمان […]

الاماره ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲
د شرعي نصوصو له مخې د اسلامي نظام د استحکام او پرمختګ لپاره له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً د لغمان ولایت د چارو د ښه سمون په موخه د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د فرمان پر اساس په لاندي نومونو علماء کرام او متنفذین د لغمان ولایت د علماوو شوری د مسئولینو او اعضاوو په توګه وټاکل شول.
محترم مولوي صاحب محمد سلیم د یادې شوری د رئیس، محترم مولوي صاحب امر الله د شوری د مرستیال، محترم مولوي صاحب عبد المعبود د شوری د غړي او مالي او اداري مسئول په توګه، محترم مولوي صاحب عمرګل، محترم مولوي صاحب فداء محمد، محترم مولوي صاحب عبدالرازق، محترم شیخ صاحب رفیع الله، محترم مولوي صاحب عبدالمنان، محترم مولوي صاحب عبد الله، محترم مولوي صاحب مطیع الله، محترم مولوي صاحب عنایت الله، محترم مولوي صاحب عبد الواسع، محترم مولوي صاحب غلام حسین، محترم مولوي صاحب شاه محمد او محترم مولوي صاحب سید هاشم د غور ولایت د علماوو شوری د اعضاوو په توګه و ټاکل شول.
دغه راز د لغمان ولایت د علماوو شوری مسئولین او اعضاء مکلفیت لري چي له خپلي لائحې سره سم د همدې ولایت د چارو د ښه سمون لپاره او د محول شویو موضوعاتو په هکله د ولایت اړوندو مسئولینو ته د شریعت په رڼا کي مشورې ورکړي او د ولایت مسئولین مکلف دي، چي د علماوو شوری پر مشورو باندي د دوی د لائحې مطابق عمل وکړي او د لائحې په اجراء کي هم پوره کوښښ وکړي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند
۱۴۴۵/۳/۲ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲۶ هـ ش ۲۰۲۳/۹/۱۷ م