د صنعتي پارک کارونه له کلونو ځنډ وروسته بیا پېل شول.

پدې اړه جوړه شويو مراسمو کې خوست والي ښاغلي مولوي محمد نبي عمري, د سوداګرۍ او صنایع وزارت معین ښاغلي حاجي محمد بشیر , د خوست لوا قوماندان حافظ عبدالرشید عمري, امنیه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت, ملي تجار انجینر شاه محمد شهاب, ملي تجار حاجي ظریف ګل, صنعتکارانو, تجارانو ,علماء کرامو او قومي مشرانو […]

پدې اړه جوړه شويو مراسمو کې خوست والي ښاغلي مولوي محمد نبي عمري, د سوداګرۍ او صنایع وزارت معین ښاغلي حاجي محمد بشیر , د خوست لوا قوماندان حافظ عبدالرشید عمري, امنیه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت, ملي تجار انجینر شاه محمد شهاب, ملي تجار حاجي ظریف ګل, صنعتکارانو, تجارانو ,علماء کرامو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

د غونډې په پېل کې د سوداګرۍ او صنایع خونې استازي صاحب ګل الهام پخپلو خبرو کې پدې خوښي وښوده, چې نن ورځ په صنعتي پارک کې له کالونو وروسته کارونه په عملي ډول پېل کیږي, ډاډ یې ورکړ, چې دوی به پخپل ولایت کې سرمایه ګذاري کوي.

نوموړي د افغانستان ا.ا له مشرانو مننه وکړه, چې له کالونو ځنډیدلي پروژې کارونه یې پېل کړل, د امنیت او نورو برخو کې یې د خپلو تجارانو او صنعتکارانو سره همکاري کړي.

د سوداګرۍ او صنایع وزارت معین ښاغلي حاجي محمد بشیر وویل, چې د صعنتي پارک پروژې کارونه چې د کالونو راهیسې د یو لړ اجتماعي ستونزو او د ځمکو توزیع په برخه کې د فساد له امله کارونه ځنډیدلي وو, نن یې کارونه عملا پېل شول.

ښاغلي بشیر له هیواد څخه د باندې په ټولو سرمایه ګذارانو غږ وکړ, چې را د شي او پخپل هیواد کې دې, سرمایه ګذاري وکړي, افغانستان ا. ا به ټول سهولتونه ورته برابر کړي.

د ولایت والي ښاغلي مولوي محمد نبي عمري وویل,چې نن د خوشبختۍ ځای ده, چې زمونږ د صنعتکارانو او تجاران یوه لویه هیله پوره کیږي, چې غوښتل یې پخپله ولایت کې سرمایه ګذاري وکړي او د هیواد په اقتصادي پياوړتیا کې برخه واخلي.

ښاغلي عمري زیاته کړه, چې د اسلامي امارت په راتګ سره هغه یو لړ خنډونه چې د صنعتي پارک د کارونو د مخنیوي سبب شوي وو, هغوی ته رسیدګي شوي او دا دی نن یې کارونه پېل شول.

د ولایت والي زیاته کړه, چې هیڅوک حق نلري دولتي او عامه ملکیتونه غصب کړي, هر چا چې غصب کړی, هغوی سره به جدي قانوني چلند کیږي او ځمکې به بېرته دولت ته سپارل کیږي.

نوموړي زیاته کړه, چې د صنعتي پارک اړوند ستونزې حل شوي, د برق او یو شمېر نورې داخلي ستونزې به هم زر تر زره حل شي.

ښاغلي عمري ډاډ ورکړ, چې خوست ولایتي اداره د تجارانو سر او مال ساتنې ته ژمن دی او ټول تجاران او صنعتکاران کولی شي, بې له ویرې پخپله هیواد کې سرمایه ګذاري وکړي او مونږ ټوله زمینه سازي وکړو.

امنیه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت ټولو تجارانو او سرمایه ګذارانو ته د سر او مال ساتنې د امنیت په برخه کې هر رازهمکارۍ ډاډ ورکړ.

ملي تجارانو انجینر شاه محمد شهاب او حاجي ظریف ګل پخپلو خبرو کې د ا. ا له مشرانو مننه وکړه, چې په ډېر کم وخت کې یې د سرمایه ګذارانو او تجارانو ستونزو ته رسیدګي کړي.

د یادونې وړ ده, چې صنعتي پارک په ۴۰۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي او خوست کې به په ۲۰۴ صنعتي شرکتونو باندې توزیع شي.