د شمال حلقې تعلیمي مسئولینو په تخار ولایت کې ښوونیز او روزنیز سمینار ترسره کړ (انځوریز)

دغه دوه ورځنی ښوونیز او روزنیز سیمینار د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د یاد ولایت د ولایتي او د ټولو ولسوالیو تعلیمي مسئولینو، مرستیالانو او مدیرانو ته د شمال حلقې د تعلیمي مسئولینو له لوري ورکړل شو. یاد تعلمي سمینار د تعلیم او تربیې د مسئولینو د کاري ظرفیت د لوړوالي او […]

دغه دوه ورځنی ښوونیز او روزنیز سیمینار د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د یاد ولایت د ولایتي او د ټولو ولسوالیو تعلیمي مسئولینو، مرستیالانو او مدیرانو ته د شمال حلقې د تعلیمي مسئولینو له لوري ورکړل شو.
یاد تعلمي سمینار د تعلیم او تربیې د مسئولینو د کاري ظرفیت د لوړوالي او اداري کارونو د ښه تنظیم په موخه جوړ شوی وو چې ګډونوالو ته پکې د ادارې، مدیر، مدیریت، لایحه وظائف، پلان او راپور جوړونه تعریف او د جوړولو په لارو چارو مفصل تشریحات ترسره شول.
دغه راز ټول اداري رسمي او غیر رسمي کتابونه او مواد د کلني ګډ امتحان جدولونه، د سمینار لپاره هدایات او لارښوونې په بشپړه توګه تشریح شول.
د سیمینار په پیل کې د ګډونوالو څخه د دوی د علمي کچې او اداري کارونو په اړه ازموینه واخیستل شوه.
همداراز په پای کې هم د ازموینې په څیر د سوالونو په ورکولو د ټولو ګډونوالو ارزونه ترسره شوه تر څو دا جوته شي چې ګډونوالو له سیمینار څخه څومره معلومات او ګټه پورته کړې ده.
د راپور له مخې دغه سیمینار د دعاء په غوښتلو سره پای ته ورسید.
۲۰۲۱/۷/۲۸