د شمال حلقې تعلیمي مسئولینو په بغلان ولایت کې ښوونیز او روزنیز سمینار ترسره کړ (انځوریز)

د شمال حلقې د تعلیم او تربیې د مسئولینو د بغلان ولایت د ځینيو ولسوالیود تعلیمي ادارو د نظارت ترڅنګ په یادو ولسوالیو کې د تعلیمي ادارو لکه دیني مدارسو، دارالحفاظونو، کلیوالي مدارسو او دښوونځیو له مسؤلینو سره بیلابیلې غونډې ترسره شوې. د یادو غونډو سربیره د یادې حلقې د تعلیم اوتربیې مسئول مولوي بسم […]

د شمال حلقې د تعلیم او تربیې د مسئولینو د بغلان ولایت د ځینيو ولسوالیود تعلیمي ادارو د نظارت ترڅنګ په یادو ولسوالیو کې د تعلیمي ادارو لکه دیني مدارسو، دارالحفاظونو، کلیوالي مدارسو او دښوونځیو له مسؤلینو سره بیلابیلې غونډې ترسره شوې.
د یادو غونډو سربیره د یادې حلقې د تعلیم اوتربیې مسئول مولوي بسم الله (نعماني) او د یادې حلقې غړي او اداري مسئول انجینر سعید په ابتکار په یاد ولایت کې د همدې ولایت د تعلیم او تربیې ټولو مسؤلینو ته درې ورځنی ښوونیز اوروزنیز سمینار ترسره شو.
په دې سمینار کې د بغلان ولایت دتعلیم اوتربیې د رئیس او معاون په ګډون ټولو ولسوالیو تعلیمي مسئولینو برخه اخیستې وه.
په یاد علمي سیمینار کې لاندې مواردو باندې بحث او څیړنې وشوې لکه:
۱ــ دسمینار په تړاوو هدایات، لارښونې، طرزالعملونه، دمسؤلینو مکلفیتونه اوداسې نور….
۲ـ اداره، مدیر، دمدیرمسؤلیتونه، مدیریت او د مدیریت دندې، لایحه وظایف، طرزالعمل، پلان، اوږد مهاله پلان او لنډمهاله پلان او داسې نور…
۳ـ اداري توکې لکه: مکتوب او محتوا، پیشنهاد، استعلام، د صادرې کتاب، دواردې کتاب، د عوایدو کتاب، د مصارفو کتاب، د اجناسو او وسایطو کتاب، د معاینې کتاب، رسیدات، د شاګردانو د اندراج کتاب، د شاګردانو او استاذانو حاضري او داسې نور رسمي کتابونه…
۴ـ د تعلیم او تربیې د ادارې مربوطه کتابونه او جدولونه لکه: ددیني مدارسو دثبت کتاب، د دارالحفاظونو دثبت کتاب، دمکاتبودثبت کتاب دتعیناتو کتاب، دامتحاناتو ددرجاتو دثبت جدولونه، دکامل الحفظ طالبانو دثبت جدول، دکامل الحفظ دداخلې فارم، ددیني مدارسو دطالبانو دداخلې فارم اوداسې نور…
۵ـ د دارالحفاظونوطرزالعمل، د کلیوالي مدارسو طرزالعمل، د دارالایتام طرزالعمل، د ښونځیو طرزالعمل او فوق العاده مبلغ د توزیع طرزالعمل او نور….
یاد سمینار چې درې ورځې یې دوام درلود، ټول درسونه او اجنډا یې په پنځوو کټګوريو ویشل شوي ول لکه:
۱ـ دسمینار په پیل او پای کې دآزموینې اخیستل.
۲ـ په ګډونوالو ګروپي عملي کار کول.
۳ـ دسمینار د موادو او موضوعاتو تفصیلي تشریح کول د مسؤلینو لخوا.
۴ـ په سمینار کې د اداري موادو د تطبیق لپاره د ګډونوالو په ملتیا ادارې جوړول او عملي کار پرې سرته رسول.
۵ــ د درس په جریان کې ګډونوالو ته د تفریح وخت ورکول، شامل وو.
همداراز د سمینار ټولو ګډونوالو ته چې تعداد یې (۲۰) تنو ته رسیده هر یو ته (۱۰۰۰) زر، زر افغانۍ د نقلیه وسایطو د کرایې په خاطر ورکړل شوې، چې نن د یاد سمینار د یو تن جید عالم لخوا د دعایې په غوښتلو پای ته ورسید.
۲۰۲۱/۸/۱