د سید آباد ولسوالۍ په ملک محمدخان روغتون کې د سترګو د وړیا درملنې پروسه دوام لري

د میدان وردګو د صحت عامې ریاست پر هڅو دغه ولایت ته له پلازمېنې کابله د سترګو متخصص ټېم راغلی، تر څو په وړیا توګه ناروغان تداوي کړي؛ یاد ټېم تېره اونۍ په ولایتي روغتون کې د دوه ورځو لپاره په سلګونه O.P.D ناروغان وکتل او لسګونه د سترګو عملیاتونه یې ترسره کړل. پرون پنجشنبه […]

د میدان وردګو د صحت عامې ریاست پر هڅو دغه ولایت ته له پلازمېنې کابله د سترګو متخصص ټېم راغلی، تر څو په وړیا توګه ناروغان تداوي کړي؛ یاد ټېم تېره اونۍ په ولایتي روغتون کې د دوه ورځو لپاره په سلګونه O.P.D ناروغان وکتل او لسګونه د سترګو عملیاتونه یې ترسره کړل.

پرون پنجشنبه دغه ټېم د دوه ورځو لپاره د عامې روغتیا د رییس ډاکټر محمد زرک ځیرک په ملتیا د سیدآباد د سالارو ملک محمدخان روغتون ته تللی، چې نن تر مازدیګر مهاله به ناروغان وګوري.

ټاکل شوې یاد ټېم راتلونکې اونۍ په ۲۱ او ۲۲ مو نېټو چک روغتون ته لاړ شي او په وړیا توګه ناروغان وګوري.