د سویډن موسسې استازو د پکتیکا له مرستیال والي سره وکتل

پکتیکا کې د سویډن موسسې استازو نن د دې ولایت له مرستیال والي محیب الله حماس سره په خپل کاري دفتر کې ناسته ترسره کړه. دوی په خپلو خبرو کې ولایتي ادارې ته ډاډ ورکړ چې په دې ولایت کې به خپل فعالیتونه د پخوا په شان مخته وړي او په بېلا بېلو برخو کې […]

پکتیکا کې د سویډن موسسې استازو نن د دې ولایت له مرستیال والي محیب الله حماس سره په خپل کاري دفتر کې ناسته ترسره کړه.
دوی په خپلو خبرو کې ولایتي ادارې ته ډاډ ورکړ چې په دې ولایت کې به خپل فعالیتونه د پخوا په شان مخته وړي او په بېلا بېلو برخو کې به کړنې ترسره کوي.
په پکتیکا کې د یادې موسسې استازو وویل: دوی به د دې ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د پوهنې، روغتیا، پراختیا او ظرفیت لوړاوي په برخو کې کار کوي او د پلان له مخې به برنامې ترتیبوي.
د پکتیکا مرستیال والي محیب الله حماس په پکتیکا کې د سویډن موسسې له استازو مننه وکړه چې د خپل کار د بیا پیلېدو ډاډ یې څرګند کړ.
حماس زیاته کړه هېواد په بد وضعیت کې دی او له دې وضعیت نه ایستل یې زیات کار ته اړتیا لري چې په ګډه به یې ترسره کو.
نوموړي دغه راز وویل: دوی تل هڅه کوي چې د بېلا بېلو نړیوالو همکارو موسسو له مسؤلینو او استازو سره خبرې وکړي څو له هېواد والو سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې وکړي.
یاده دي وي چې سوېډن موسسې د دې ولایت په بېلا بېلو سیموکې زیات کار کړی او لا هم لګیا دي په بېلا بېلو برخو کې برنامې پر مخ وړي.
۱۴۴۳/۳/۱۵
۲۰۲۱/۱۰/۲۱
۱۴۰۰/۷/۲۹