د زابل مرستیال والي د یو شمېر جهادي قومندانانو سره وکتل

  د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر نن په ولایت مقام کې د دې ولایت د یو شمېر جهادي قومندانانو سره وکتل راغلو جهادي قومندانانو د زابل مرستیال والي ته د نوې دندې مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې زابل زیات کار او خدمت ته اړتیا لري نو باید له فرصت څخه په […]

 

د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر نن په ولایت مقام کې د دې ولایت د یو شمېر جهادي قومندانانو سره وکتل

راغلو جهادي قومندانانو د زابل مرستیال والي ته د نوې دندې مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې زابل زیات کار او خدمت ته اړتیا لري نو باید له فرصت څخه په استفادې سره د ولسونو اساسي ستونزې حل شي او د شهیدانو او زخمیانو کورنیو ته دې رسیدګي وشي.

مرستیال والي د راغلو جهادي قومندانانو د خبرو له اورېدو وروسته وویل چې د زابل په ولايت کي شته ستونځي به د حل په موخه به له مشرتابه سره شریکې کړو .

مرستیال والي همدارنګه وویل چې د شهیدانو او زخمیانو کورنیو ته رسیدګي یې د کاري لومړيتوبو په سر کې قرار لري او د یوه منظم پلان له مخې به د مشرتابه د هدایت په اساس د شهیدانو او زخمیانو د کورنیو لاسنیوی وشي .