د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت یوه پلاوي پکتیا ته سفر وکړ

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۵) نن دوشنبه، د رياست الوزرا د لومړي معاونيت اړوند اقتصادي چارو کميسيون سلاکار محمد ابراهيم حکمت د یوه پلاوي په مشرۍ پکتيا ته سفر وکړ. نوموړي ددغه سفر پرمهال له مرستیال والي او د دې ولايت له سوداګرو او پانګوالو سره د ستونزو اوريدو او حل په موخه جلا جلا ناستې ترسره […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۵) نن دوشنبه، د رياست الوزرا د لومړي معاونيت اړوند اقتصادي چارو کميسيون سلاکار محمد ابراهيم حکمت د یوه پلاوي په مشرۍ پکتيا ته سفر وکړ.
نوموړي ددغه سفر پرمهال له مرستیال والي او د دې ولايت له سوداګرو او پانګوالو سره د ستونزو اوريدو او حل په موخه جلا جلا ناستې ترسره کړې.

سوداګرو او پانګوالو له راغلي پلاوي څخه وغوښتل چې د پټان بندر دې په رسمي او تجارتي ترانزيټ بدل شي تر څو د سویل ختيځ زون په کچه سوداګري لا غښتلې شي.

پکتيا مېشتو سوداګرو او پانګوالو همداشان غوښتنه وکړه چې د دې زون په کچه دې لويې لارې ورغول شي، د صادراتي او وارداتي توکو تخليه لپاره دې ګودامونه جوړ شي، معياري سکینرې دې ولګول شي، مالياتو کې د تخفيف فرمان دې عملي او په ځينې توکو دې تعرفه راکمه شي.
دوی دغه راز وویل چې د مالياتو تصفيه دې د کابل پر ځای پکتيا مرکز ګرديز کې ترسره شي او د زون په کچه دې پکتيا کې د پاکستان قونسلګري فعاله شي تر څو سوداګرۍ په برخه کې اسانتياوې رامنځته شي.

د رياست الوزرا اقتصادي معاونیت لخوا د رالیږل شوي هیئت په استازیتوب د ګمرکاتو معاون خانزاده عبدالله په خپلو خبرو کې سوداګرو او پانګوالو ته د ستونزو حل په موخه ډاډ ورکړ او ويې ويل چې د دوی ستونزې به په ليکلي ډول تر رياست الوزرا او اړوندې مسؤلو لوړ پوړو چارواکو پورې ورسوي.