د ریاسة الوزرا مرستیال په افغانستان کې د اغاخان ځانګړي استازي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاسة الوزرا مرستیال محترم مولوي صاحب عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د اغاخان له ځانګړي استازي  شاغلي علي اکبر پسناني سره وکتل. په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی علي اکبر پسناني په ټولنیزو، فرهنګي او اقتصادي برخو کې په افغانستان کې […]

د افغانستان اسلامي امارت د ریاسة الوزرا مرستیال محترم مولوي صاحب عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د اغاخان له ځانګړي استازي  شاغلي علي اکبر پسناني سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی علي اکبر پسناني په ټولنیزو، فرهنګي او اقتصادي برخو کې په افغانستان کې د اغاخان انکشافي شبکې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.

هغه په دې بیانولو سره چې د اغاخان انکشافي شبکې دفترونه په یادو برخو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي زیاته کړه، په افغانستان کې له ۱۴۰ زیات تاریخي ابدات رغول شوي دي او زموږ موخه د بشري ظرفیتونو لوړول او د نجونو زده کړو ته پاملرنه ده.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاسة الوزرا مرستیال مولوي صاحب عبدالسلام حنفي وویل، موږ د افغانستان د ابادۍ لپاره د اغاخان شبکې د ټولو فعالیتونو هرکلی کوو او د اغاخان ځانګړي استازي څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې یو معیاري او مجهز روغتون جوړ کړي؛ ترڅو خلک د درملنې لپاره بهر سفر کولو ته مجبور نشي.

د اسلامي امارت د ریاسةالوزرا مرستیال وویل، اغاخان انکشافي شبکه کولای شي، چې پر پخوانیو فعالیتونو سربېره، په افغانستان کې په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي او موږ به یې د فعالیتونو لپاره لازم شرایط او اسانتیاوې برابرې کړو.

هغه زیاته کړه، زده کړه د ټولو لپاره اړینه ده او د نجونو د زده کړې لپاره پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه پر یو میکانېزم کار کوي.

د دې کتنې په پای کې د اسلامي امارت د ریاسة الوزرا مرستیال مولوي صاحب عبدالسلام حنفي شهزاده کریم اغاخان ته د نیکو هیلو ترڅنګ نوموړي ته افغانستان ته د سفر بلنه هم ورکړه.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱/۴/۱۴۴۳هـ ق

۱۴/۸/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/12/6م