د دعوت، ارشاد، امربالمعروف، نهی عن المنکر او سمع شکایاتو وزیر د ایران د علماء له هیئت سره ولیدل

پرون مازدیګر مهال د دعوت، ارشاد، امربالمعروف، نهی عن المنکر او سمع شکایاتو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د کورنیو چارو وزیر د دفتر د رئیس په شتون کې د ایراني علماء څلور کسیز هیئت سره ولیدل. دغه ناسته د وزارت مقام کې دننه په داسې حال کې ترسره شوه چې لومړی د ایراني علماء […]

پرون مازدیګر مهال د دعوت، ارشاد، امربالمعروف، نهی عن المنکر او سمع شکایاتو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د کورنیو چارو وزیر د دفتر د رئیس په شتون کې د ایراني علماء څلور کسیز هیئت سره ولیدل.

دغه ناسته د وزارت مقام کې دننه په داسې حال کې ترسره شوه چې لومړی د ایراني علماء د هیئت مشر ډاکټر خیراندیش وزیر صاحب ته د ااا دسترې بریا مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې ستاسو کامیابي د تول مسلمه امت کامیابي ده؛ د اسلامي تمدن د بیا اعادې سبب دی، همدا راز دغه وزارت بیا د یو اسلامي نظام د مستحکم کیدو سبب دی، په دین کې دا مهمه ده او د یو حکومت جې دغه اداره نه وي هغه هیڅ دی، تاسو ته یې مبارکي وایم چې دا اقدام مو کړی.

وروسته شیخ محمد خالد لومړی ښه راغلاست ورته و ویل، بیا یې و ویل تاسو ته معلومه ده چې د رومیانو په فتحه مسلمانان خوښ و، هغوی یواځې په دې شریک و چې دواړه د اسماني کتاب خاوندان و، مونږ تاسو د یو خدای، یو بیغمبر، یو قران پیروان یو، ضعف مو په ویشل کیدو کې دی باید سره متحد شو.

نوموړي هغوی ته و ویل چې د ایران پرمختګ د افغانستان پرمختګ دی، مونږ تول یو مسلمانان یو، دښمن غواړي په ماتریدیه، اشعریه، اهل سنة او اهل تشیع مو و ویشي بیا مو سره خپل منځ کې وجنګوي.

په پای کې د کورنیو چارو وزیر د دفتر رئیس مولوي زین الله په لنډه توګه و ویل جې په ویشل کیدلو سره ورکیږو، امریکا له لسګونو ایالتونو جوړه ده، خو مسلمانان په وړوکو وړوکو ملکونو سره ویشل شوي، باید متحد شو او یو بل سره همکاري وکړو.د دعوت، ارشاد، امربالمعروف، نهی عن المنکر او سمع شکایاتو وزیر د ایران د علماء له هیئت سره ولیدل

نن مازدیګر مهال د دعوت، ارشاد، امربالمعروف، نهی عن المنکر او سمع شکایاتو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د کورنیو چارو وزیر د دفتر د رئیس په شتون کې د ایراني علماء څلور کسیز هیئت سره ولیدل.

دغه ناسته د وزارت مقام کې دننه په داسې حال کې ترسره شوه چې لومړی د ایراني علماء د هیئت مشر ډاکټر خیراندیش وزیر صاحب ته د ااا دسترې بریا مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې ستاسو کامیابي د تول مسلمه امت کامیابي ده؛ د اسلامي تمدن د بیا اعادې سبب دی، همدا راز دغه وزارت بیا د یو اسلامي نظام د مستحکم کیدو سبب دی، په دین کې دا مهمه ده او د یو حکومت جې دغه اداره نه وي هغه هیڅ دی، تاسو ته یې مبارکي وایم چې دا اقدام مو کړی.

وروسته شیخ محمد خالد لومړی ښه راغلاست ورته و ویل، بیا یې و ویل تاسو ته معلومه ده چې د رومیانو په فتحه مسلمانان خوښ و، هغوی یواځې په دې شریک و چې دواړه د اسماني کتاب خاوندان و، مونږ تاسو د یو خدای، یو بیغمبر، یو قران پیروان یو، ضعف مو په ویشل کیدو کې دی باید سره متحد شو.

نوموړي هغوی ته و ویل چې د ایران پرمختګ د افغانستان پرمختګ دی، مونږ تول یو مسلمانان یو، دښمن غواړي په ماتریدیه، اشعریه، اهل سنة او اهل تشیع مو و ویشي بیا مو سره خپل منځ کې وجنګوي.

په پای کې د کورنیو چارو وزیر د دفتر رئیس مولوي زین الله په لنډه توګه و ویل جې په ویشل کیدلو سره ورکیږو، امریکا له لسګونو ایالتونو جوړه ده، خو مسلمانان په وړوکو وړوکو ملکونو سره ویشل شوي، باید متحد شو او یو بل سره همکاري وکړو.