د دشت ليلي شهيدانو پاک روح ته دعا وشوه

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملا نورالله نوري، په داسې حال کې چې د بلخ والي محترم مولوي قدرت الله ابوحمزه، د شبرغان والي او د وزارت د مقام ددفتر ریاست سرپرست محترم شيخ حضرت ولي حقاني هم ورسره ملګري وو، نن سه شنبه د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د لړم […]

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملا نورالله نوري، په داسې حال کې چې د بلخ والي محترم مولوي قدرت الله ابوحمزه، د شبرغان والي او د وزارت د مقام ددفتر ریاست سرپرست محترم شيخ حضرت ولي حقاني هم ورسره ملګري وو، نن سه شنبه د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د لړم د مياشتې په ۴مه نېټه شبرغان ته ورسېد او د ليلي دشته يې وکتله.

ښاغلي نوري او ورسره مل پلاوي د ليلي دشتې پېښه، چې زرګونه تنه طالبان او مجاهدين  د ظالمانو له خوا په ډله ایزه توګه په وحشيانه ډول په شهادت رسېدلي وو، په کلکه وغندله او رو دا کار يې د اسلاميت او انسانيت د دښمنانو له خوا فجيع او زړه بوږنوونکې عمل وباله.

ښاغلي نوري د دغې لويې او تاريخي پېښې د شهيدانو پاک روح ته دعا وکړه او د شهيدانو له کورنيو  سره ځان يې په دې ستر وير کې شریک وباله.

26/10/2021