د خوست ولایت مقام لپاره نوی ټاکل شوی مرستیال معرفي شو

د خوست ولایت مقام لپاره مولوي محمد انور د یوې غونډې په ترڅ کې د خوست والي ښاغلي مولوي محمد نبي عمري له لورې معرفي شو. پدې اړه جوړه شوي غونډه کې خوست والي ښاغلي مولوي محمد نبي عمري، د ملي امنیت رئیس مولوي ناصر طوفان ، امنیه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت ، ولایت […]

د خوست ولایت مقام لپاره مولوي محمد انور د یوې غونډې په ترڅ کې د خوست والي ښاغلي مولوي محمد نبي عمري له لورې معرفي شو.

پدې اړه جوړه شوي غونډه کې خوست والي ښاغلي مولوي محمد نبي عمري، د ملي امنیت رئیس مولوي ناصر طوفان ، امنیه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت ، ولایت مقام پخواني مرستیال مولوي محمدین شاه مخبت، د اداراتو مسؤلینو او کارمندانو ګډون کړی وو.

خوست والي ښاغلي مولوي محمد نبي عمري ناستې ګډونوالو ته وویل، د افغانستان ا.ا مشرانو په لزوم دید مولوي محمد انور د کارونو د لا بهترۍ پخاطر د ولایت مقام مرستیال په توګه ټاکل شوی، د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې ورته د ښه خدمت هیله کوم.

ښاغلي عمري د پخواني مرستیال مولوي محمدین شاه له ترسره شویو کارونو او خدمت مننه وکړه، ده وویل، مولوي صاحب مخبت په سختو حالاتو کې د ولایت مقام مرستیال دنده په اسلامي مینه او ژمنتیا ترسره کړه.

د ولایت والي د اداراتو مسولینو، ولسوالانو او د پوستو قوماندانانو ته سپارښتنه وکړه، چې هیڅوک نشي کولی، چې د خپل صلاحیت څخه په ناوړې استفادې ولس ازار، تهدید او یا څوک بندي کړي، له سرغړونکي سره به یې شرعي او قانوني چلند کیږي.

نوموړي زیاته کړه، چې ولایت مقام ژمن ده، چې د فساد پر ضد به جدي مبارزه کوي او په اداراتو کې به وړ اصلاحات راځي، ده وویل، چې ټول مسؤلین مکلف دي، چې بې له توپيري چلنده ولس ته خدمات وړاندې کړي.

نوي ټاکل شوي مرستیال مولوي محمد انور له خپلو مشرانو مننه وکړه، چې په نوموړي یې ددې دروند مسؤلیت باور کړی، نوموړي ژمنه وکړه، چې خپلو مشرانو کړی باور به وساتي او ولس ستونزو او غوښتنو ته به د ولایت والي او نورو مسؤلینو په همکارۍ رسیدګي کوي.

نوموړي له خپلو همکارنو وغوښتل ، چې ضوابطو ته په روابطو ترجیح ورکړئ او د خپل صلاحیت څخه پورته مسؤلیت مه اخلی، څو په سمه توګه مو خپله دنده ترسره کړي وي.

د ولایت مقام پخواني مرستیال مولوي محمدین شاه مخبت پخپلو خبرو وویل، د خپلو مشرانو پریکړې ته درناوی لرم، ژمنه مې دا ده، په راتلونکي کې چې هر ځای کې هر ډول مسؤلیت را سپارل کیږي، په پوره ژمنتیا به اسلام، هیواد او ولس ته خدمت کوم.

ښاغلي مخبت زیاته کړه، چې د ولایت والي او نورو مسؤلینو زیاته مننه کوم، چې ما سره یې د ښه خدمت په برخه کې همکاري کړي.

خوست امنیه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت پخپلو خبرو کې ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د امنیت د تأمین په برخه کې ټول امنیتي مسؤلین په پوره همغږی ګډ کار کوي، څو ولس مو د امن په فضاء کې خپلې ورځینۍ چارې پر مخ بوځي.

9/10/2021