د خوست ولایت د والي مولوي محمدعلي جان،مرستیال والي مولوي زین الله او دولایتي کمیسیون د مشر مولوي محمدانور له لوري د تسلیت او بیعت اعلان

بسم الله الرحمن الرحیم. الحمدلله والصلوةوالسلام علی رسول الله.قال الله تبارک وتعالی:کل من علیهافان ویبقی وجه ربک ذوالجلال والاکرام. وبعد!د افغانستان مظلوم ملت اومجاهد اولس غیرت مند او با شهامته زلمي مجاهدین، دافغانستان اسلامی امارت ټولو مشرانو، کشرانو، کونډو، یتیمانو، شهیدانو کورنیو ته عموما، او دشهید عالیقدر امیرالمومنین ملااخترمحمد منصور تقبله الله کورنۍ ته خصوصا […]

بسم الله الرحمن الرحیم.

الحمدلله والصلوةوالسلام علی رسول الله.قال الله تبارک وتعالی:کل من علیهافان ویبقی وجه ربک ذوالجلال والاکرام.

وبعد!د افغانستان مظلوم ملت اومجاهد اولس غیرت مند او با شهامته زلمي مجاهدین، دافغانستان اسلامی امارت ټولو مشرانو، کشرانو، کونډو، یتیمانو، شهیدانو کورنیو ته عموما، او دشهید عالیقدر امیرالمومنین ملااخترمحمد منصور تقبله الله کورنۍ ته خصوصا د خپل ګران امیرد شهادت په اړه  د تعزیت او  تسلیت مراتب وړاندی کوو.

دخداوند لایزال له درباره څخه ورته د لوړو درجاتوغوښتنه کوو، کریم  اومهربانه خدای دي  د عاليقدر امیرالمومنین کورنۍ او امت مسلمة  ته صبرجمیل اواجرجزیل نصیب کړی.

کریم اومهربانه خدای جل جلاله دي نوی زعیم اوامیر داسلامی امارت  له پاره نعم البدل وګرزوي.

لا یزال رب دې د ده شهادت د افغانستان  دمجاهدولس له پاره خصوصا او د مسلمة امة له پاره عموما دلویو او سترو فتحو اوکامیابیوذریعه وګرزوي آمین.

.ټول امت مسلمه ته دا څرګند حقیقت دی چی د تاریخ په اوږدو کی د رسول الله صلی الله علیه وسلم له زمانې څخه  چي کله جهاد فرض شو،تر دې  وخته پوری  له کفری نړۍ  سره  د مسلمانانو مبارزه اومقابله روانه ده.

دا جهادي  بهیر دومره انګیرلی شو چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم او خلفاء راشدینو تر قیادت وروسته د عمر بن عبد العزیز تر دورې پورې  د مسلمانانو غیرتونه،  فداکارۍ اوهجرتونه له تاریخ اولس څخه پټ نه دي.

په اوسني عصرکې د افغانستان د اسلامي امارت دمجاهدینو قربانۍ د مخکنیو(اسلافو)  د  مسیر د ښه تعقیبولو بهترینه نمونه او بیلګه ده.

د عالیقدر امیرالمومنین شهادت زمونږ عقیده او مبارزه نشي کمزوري کولای،  ځکه چي  یو خو شهادت د اسلام په قاموس کی مرګ نه دی بل  دا چي زموږمبارزه د یو سوچه هدف له پاره ده نه داشخاصولپاره.

په اخیر کې د خپل نوی امیر امیرالمومنین شیخ الحدیث  والتفسیرهبت الله اخوند زاده صاحب سره د زړه له کومي بیعت کوو او وعده کووچی حتی المقدور به پوره اطاعت کوو.

د افغانستان اسلامی امارت د خوست ولایت والی مولوی محمد علی جان او د ولایت معاون مولوی زین الله او د ولا یتي کمیسیون رئیس مولوی محمد انور له خوا د خوست ولایت د  مجاهد اولس په نمائنده ګي.

والسلام.

2016/5/25