د خوست والي د لکڼو قوم له مشرانو، علماء کرامو او ځوانانو سره وکتل

د خوست والي مولوي محمد نبي عمري د لکڼو قوم علماء کرامو، قومي مشرانو او ځوانانو سره د ده د کار په دفتر کې وليدل. يادو مشرانو خوست والي ته د مبارکۍ ترڅنګ وويل چې لکڼو قوم هر وخت د هېواد په ابادولو، او په يووالي کې رغنده رول اداکړی، دوی وويل، چې د ياد […]

د خوست والي مولوي محمد نبي عمري د لکڼو قوم علماء کرامو، قومي مشرانو او ځوانانو سره د ده د کار په دفتر کې وليدل.

يادو مشرانو خوست والي ته د مبارکۍ ترڅنګ وويل چې لکڼو قوم هر وخت د هېواد په ابادولو، او په يووالي کې رغنده رول اداکړی، دوی وويل، چې د ياد قوم مشران علمای کرام، او ځوانان حاضر دي چې د اسلامي امارت سره څنګ پرڅنګ ودريږي.

دوی له خوست والي مولوي صيب محمدنبي عمري څخه وغوښتل چې د لغمان پخواني والي عبدالوالي واحدزي په خلاصولوکې ورسره کومک او همکاري وکړي.

خوست والي مولوي صيب محمد نبي عمري دلکڼو قوم علمای کرامو قومي مشرانو او ځوانانو ته هرکلی ووايه، نوموړي يادو مشرانو ته په خطاب کې وويل اسلامي امارت تل هڅه کړي چې د خپلو هېوادوالو لپاره د زړه له کومي خدمت وکړي، اوس هم د امارت د ټولو دولتي ادارو دروازې ستاسو پرمخ خلاصې دي.هر ډول ستونزې ته به وخت رسيدګي کیږي.

نوموړي وويل چې دلکڼو قوم يو غيور اوباشهامته قوم دی، تل يې د اسلامي امارت سره په سختو شپو ورځو کې همکاري کړې اوس هم غواړو چې ترڅنګ مو ودريږي.

خوست والي دلغمان پخواني والي د خلاصون په اړه وويل ياده ستونزه به د اسلامي امارت له مشرانو سره شريکه کړي، چې ان شاءلله ډير ژر به يې په اړه اقدام وشي.

ناسته د يو اباد او پرمختللي افغانستان ددوعايې په ويلو سره پای ته ورسيده.

‏28‏/08‏/2021