د خوست لوا څخه د لمړي ځل لپاره دوه سوه مجاهدینو د  فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د خوست لوا څخه دوه سوه نفره د ابتدايي زده کړو وروسته فارغ شول او هم مهاله د یوې راټولیدنې په لړ کې د لوا لپاره ټاکل شوی قوماندان خافظ عبدالرشید عمري هم د لوا منسوبینو ته ور معرفي شو. پدې اړه جوړه شوي غونډه کې خوست والي ښاغلي مولوي محمد نبي عمري وویل, چې […]

د خوست لوا څخه دوه سوه نفره د ابتدايي زده کړو وروسته فارغ شول او هم مهاله د یوې راټولیدنې په لړ کې د لوا لپاره ټاکل شوی قوماندان خافظ عبدالرشید عمري هم د لوا منسوبینو ته ور معرفي شو.

پدې اړه جوړه شوي غونډه کې خوست والي ښاغلي مولوي محمد نبي عمري وویل, چې د افغانستان ا.ا د مشرانو په هدایت د یو لړ مشورو وروسته دا دی نن د خوست لوا پرانیستل شوه او ددې لوا لپاره ټاکل شوی قوماندان هم معرفي شو.

ښاغلي عمري زیاته کړه, چې د افغانستان ا.ا ژمن دی, چې یوه داسې اردو رامنځته کړي, چې په هغې کې د هر ډول تبعیض پرته د هیوادوالو د امنیت او د خاورې د دفاع وړتیا شتون ولري , دوی به په پوره اسلامي او هیوادنۍ مینه روزل کیږي, چې دا دی لمړنۍ ډلې یې نن ورځ ستاسو په حضور کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د ولایت والي ورته مهال د ولایت ټولو امنیتي منسوبینو ته سپارښتنه وکړه, چې خلکو سره له پوره حوصلې کار واخلي او دوی سره نرم چلند وکړي, هیڅوک حق نلري, چې زمونږ درانه هیوادوال بې موجبه د خپل صلاحیت څخه په استفادې وزوروي او هغوی کورونه تلاشي کړي.

نوموړي ولسونو ته ډاډ ورکړ, چې افغانستان ا. ا ټول مجاهدین ستاسو د سر او مال ساتونکي دي, شپه او ورځ به پدې لاره کې خپلې هڅې کوي, ده له ولسونو وغوښتل, چې پدې برخه کې د خپلو مجاهدینو سره همکاري وکړي.

امنیه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت پخپلو خبرو کې د لوا نوي ټاکل شوي قوماندان او فارغ شویو مجاهدینو ته مبارکي وویله, نوموړي وویل, د ا.ا مجاهدین په پوره ژمنتیا سره د خپلې خاورې او ولس څخه ساتنه کوي.

د لوا لپاره ټاکل شوي قوماندان خافظ عبدالرشید عمري پخپلو خبرو کې د افغانستان ا. ا له مشرانو مننه وکړه, چې په نوموړي یې ددې دروند مسؤلیت باور وکړ, نوموړي خپلو مشرانو او خوست ولسونو ته ډاډ ورکړ, چې شپه او ورځ به د خپلې خاورې, دین او ولس ساتنې په برخه کې هڅې کوي او دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته اماده دي.

پدې غونډه کې د اداراتو مسؤلینو, ولسوالانو, د ولسوالیو امنیه قوماندانانو, د لوا پخوانیو منسوبینو او افسرانو ګډون کړی وو.

د غونډې په پای کې فارغو شویو مجاهدینو د ناستې ډونوالو په وړاندې عملي حرکتونو او انداخت نمایش هم وړانړې کړو.

1/11/2021