د خان محمد مندوزي په عالي لیسه کې د افغانستان ا. ا په ملاتړ لویه ولسي غونډه ترسره شوه.

نن ورځ په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ  د خان محمد عالي لیسه کې ددې ولسوالۍ قومي مشرانو، علماء کرامو، ځوانانو او د پوهنې ریاست مسؤلینو له لورې یوه لویه ولسي غونډه وشوه. په پېل کې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ قومي محورو، علماء کرامو، ښوونکو او ځوانانو پخپلو خبرو کې د افغانستان اسلامي […]

نن ورځ په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ  د خان محمد عالي لیسه کې ددې ولسوالۍ قومي مشرانو، علماء کرامو، ځوانانو او د پوهنې ریاست مسؤلینو له لورې یوه لویه ولسي غونډه وشوه.

په پېل کې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ قومي محورو، علماء کرامو، ښوونکو او ځوانانو پخپلو خبرو کې د افغانستان اسلامي امارت څخه ملاتړ اعلا کړ او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

ورته مهال دوی پخپله سیمه کې خپلې ستونزې او غوښتنې هم وړاندې کړې.

د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوال شېخ عزیز الله پخپلو کې خبرو له ولسونو مننه وکړه، چې په افغانستان کې د اشغال د خاتمې لپاره یې د افغانستان ا. ا سره همکاري کړي او دا دی نن مو هیواد خپلواک او دلته هر ډول اشغال پای ته رسیدلی.

شېخ صیب زیاته کړه، چې د افغانستان ا.ا ژمن دی، چې د ولسونو ټولو ستونزو او غوښتنو ته رسیدګي وکړي، نوموړي د امنیت ټینګښت، ټولنیز عدالت تطبیق ، انکشافي پروژو د تطبیق او نورو برخو کې د اصلاحاتو ډاډ ورکړ.

28/10/2021