د تعلیم او تربیې مسئولینو د تخار ولایت له ټولو تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه

د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون اړوند د شمالي حلقې د تعلیم او تربیې رهبري او اعضاوو د خپلې حلقې مربوطه ولایتونو له جملې څخه د تخار ولایت له ټولو تعلیمي ادارو څخه د لیدنې په موخه د یاد ولایت درقد ولسوالۍ ته سفر کړی او د دې ولسوالۍ له ټولو تعلیمي ادارو، دیني […]

د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون اړوند د شمالي حلقې د تعلیم او تربیې رهبري او اعضاوو د خپلې حلقې مربوطه ولایتونو له جملې څخه د تخار ولایت له ټولو تعلیمي ادارو څخه د لیدنې په موخه د یاد ولایت درقد ولسوالۍ ته سفر کړی او د دې ولسوالۍ له ټولو تعلیمي ادارو، دیني مدارسو، دار الحفاظونو، کلیوالي مدارسو، ښوونځیو او د ياد ولایت د دارالایتام څخه لیدنې ترسره کړي.

لکه څرنګه چې یاده ولسوالۍ د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا په بشپړ ډول فتحه شوې ده، د تازه فتحه شویو سیمو د تعلیمي ادارو له مسئولینو سره غونډه ترسره کړه او ټولو ته یې په تعلیمي برخه کې د همکارۍ وړاندیز ورکړ، تر څو د تعلیم او تربیې ټول اداري کارونه په نورماله توګه جریان ولري او دعامو وګړو او زده کوونکو په کارونو کې سکتکي واقع نشي او ولس ونه زورول شي.

همدا راز د اسلامي امارت د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو دکمېسیون پالیسي، لوایح، طرزالعمل او نصاب په اړه ټولو ګډونوالو ته وضاحت ورکړل شو.

دغونډې د ګډونوالو په نمایندګۍ څو تنو عالمانو اومعلمانو خپل اظهارات او خوښي په خپلو ویناوو کې روښانه کړه او د پوره همکارۍ وعده او اطمینان ورکړل شو.

دنظارت لړۍ لا هم دوام لري…
۲۸/۶/۲۰۲۱