د تخار ولایت هم له ټولو ملحقاتو سره فتحه شو

نن ناوخته د تخار ولایت مرکز له ټولو ملحقاتو ( د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، د استخباراتو مرکز، محبس او ټولو دولتي تاسیساتوسره) فتحه شو. د اسلامي امارت مجاهدین په داسې حال کې ښار ته ننوتل چې ټول وضعیت يې تر کنترول لاندې راغی، په ښار کې امنیت تأمین شو او د دښمن عسکر په […]

نن ناوخته د تخار ولایت مرکز له ټولو ملحقاتو ( د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، د استخباراتو مرکز، محبس او ټولو دولتي تاسیساتوسره) فتحه شو.
د اسلامي امارت مجاهدین په داسې حال کې ښار ته ننوتل چې ټول وضعیت يې تر کنترول لاندې راغی، په ښار کې امنیت تأمین شو او د دښمن عسکر په تيښته لاړل.
اسلامي امارت تښتیدونکو عسکروته پيغام ورکوي چې د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شي او نور له هر ډول مزاحمت څخه لاس واخلي.
په ولایت کې ټول دولتي کارمندان، د بیلابیلو ټولونو فعالان، خبریالان او نور مختلف قشرونه په ارام سره ژوند کولای شي، هیچاته کوم ډول تهدید متوجه نه دی.
د اسلامي امارت مجاهدینو ته لارښونه شوې چې د ښار امنیت به ټينګوي، د چا کورونو ته له ورتګ څخه به ډډه کوي، د هیچا د نیولو او ځورولو اجازه نشته او مجاهدین به فقط په ښاري امنیت او نظامي کارونو بوخت وي. ان شاءالله

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۹/۱۲/۱۴۴۲هـ ق
۱۷/۵/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/8/8م