د بلخ ولایت والي د کلدار ولسوالۍ له علماوو، مشرانو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

 د بلخ ولایت والي محترم مولوي قدرت الله “ابو حمزه” صاحب د کلدار ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ، له مسئولینو، علماوو، سپین ږیرو، په ګډون یې د شهیدانو له کورنیو او وراثینو سره د یوې غؤنډې په ترڅ کې لیدنه او کتنه ؤکړه. دغه غونډه، چې کلدار ولسوالۍ په جامع جومات کې […]

 د بلخ ولایت والي محترم مولوي قدرت الله “ابو حمزه” صاحب د کلدار ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ، له مسئولینو، علماوو، سپین ږیرو، په ګډون یې د شهیدانو له کورنیو او وراثینو سره د یوې غؤنډې په ترڅ کې لیدنه او کتنه ؤکړه.
دغه غونډه، چې کلدار ولسوالۍ په جامع جومات کې جوړه شوې وه، د بلخ ولایت والي د شهیدانو، له سرښیندنو، قربانیو او اتلولیو څخه په درناوي یادونه ؤکړه او د ا.ا. ټولې لاسته راوړنې یې د شهیدانو د وینو برکت یاد کړ.
والي صیب زیاته کړه، چې هېڅکله به د شهیدانو په وینو او قربانیو معامله ونکړي او له کورنیو سره به یې په هره برخه کې همکاري کوي.
د بلخ والي د خپلو خبرو په پای کې د کلدار شهیدانو قربانیو او اتلولیو ته په اشارې سره د یادې ولسوالۍ له مسئولینو په کلکه غوښتنه ؤکړه، چې د شهیدانو کورنیو او وارثینو پوښتنه او ستونزو ته رسېدنه به خپل جدي مسئولیت ګڼي.
همدا رنګه د بلخ ولایت محترم والي صاحب د کلدار ولسوالۍ له امنیې قمندانۍ څخه هم لیدنه ؤکړه، امنیتي مسئولین یې تشویق او د لا ښه خدمت کولو لپاره یې خپلو دندو ته متوجه کړل.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې په مزارشریف ښار کې هم د بلخ ولایت د شهیدانو له کورنیو او وارثینو سره د بلخ ولایت مقام لخوا اعزازي غونډه تر سره شوه.
1443/4/7
2021/11/12