نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د بلخ ولایت والي محترم مولوي قدرت الله “ابوحمزه” د عامې روغتیا وزارت له راغلي هیئت سره پۀ خپل کاري دفتر کې لیدنه ؤکړه. د لیدنې پۀ پیل کې محترم والي صیب راغلي هیئت ته ښۀ راغلاست وویل او د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست پر ستونزو او فعالیتونو یې خبرې ؤکړې او د شمال […]
د بلخ ولایت والي محترم مولوي قدرت الله “ابوحمزه” د عامې روغتیا وزارت له راغلي هیئت سره پۀ خپل کاري دفتر کې لیدنه ؤکړه.
د لیدنې پۀ پیل کې محترم والي صیب راغلي هیئت ته ښۀ راغلاست وویل او د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست پر ستونزو او فعالیتونو یې خبرې ؤکړې او د شمال زون په کچه یې د عامې روغتیا امکانات نتکافي وبلل او د زیاتو امکاناتو او سهولتونو غؤښتنه یې ؤکړه.
همدا رنګه ښاغلي والي صیب زیاته کړه، چې د بلخ عامې روغتیا ریاست مشرتابه او طبي پرسونل په پوره اخلاص، ژمنتیا او کمو امکاناتو د عامه ولس چوپړ ته ولاړ دي او تر خپله وسه صادقانه خدمات وړاندې کوي.
له کابل څخه راغلي پلاوي د بلخ ولایت والي محترم “ابوحمزه” صیب له ښۀ سلوک، سپېڅلي احساس او هر اړخیزو معلوماتو څخه مننه ؤکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د بلخ عامې روغتیا ټولو ستونزو ته بۀ رسېدنه کوي او د وزارت امکاناتو ته پۀ کتو سره لازم امکانات برابروي.
همدا رنګه راغلي پلاوي د عامې روغتیا وزارت د عامه خدماتو د وړاندې کولو یوازینی ځای یاد کړ، چې ټول مراجعین یې عام او مظلوم ؤلس دی او د بلخ عامې روغتیا ریاست مشرتابۀ او طبي پرسونل له صادقانه کړنو او خدمتونو څخه یې د زړۀ له تله مننه ؤکړه او د لا ښۀ خدماتو غؤښتنه یې ؤکړه.
د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا ریاست د ا.ا لخوا د یاد ولایت تر ولکې وروسته پۀ نورماله توګه فعالیت کوي او ټول”ښځینه او نارینه” پرسونل یې پۀ خپله دنده حاضر دي.
1443/3/28
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.