د بلخ والي د ایران له سرکونسل سره وکتل

یاده لیدنه ترغرمې وروسته د بلخ ولایت مقام پۀ دفتر کې تر سره شوه. پۀ پیل کې والي صیب د افغانستان او ایران هېوادونو او خلکو پر اوږدې همکارۍ او دوستانه اړیکو خبرې ؤکړې او ایران هېواد یې له فرهنګ، ژبې او نورو مشترکاتو له اړخه دوست هېواد یاد کړ او پۀ هېواد کې یې […]

یاده لیدنه ترغرمې وروسته د بلخ ولایت مقام پۀ دفتر کې تر سره شوه.

پۀ پیل کې والي صیب د افغانستان او ایران هېوادونو او خلکو پر اوږدې همکارۍ او دوستانه اړیکو خبرې ؤکړې او ایران هېواد یې له فرهنګ، ژبې او نورو مشترکاتو له اړخه دوست هېواد یاد کړ او پۀ هېواد کې یې د څلورو لسیزو ناورینونو پر مهال د ګډوالو په برخه د ایران هېواد له رهبرۍ او خلکو له اخلاص مننه ؤکړه، چې افغانانو ته یې په ستونزمنو شرایطو کې خپله غېږه پرانسته او تر اوسه هم پۀ میلیونونو ګډوال او مسافر په ایران کې ژؤند کوي.

همدا رنګه پۀ بلخ ولایت کې د ایران هېواد سرکنسُل د بلخ ولایت والي ته د ا.ا د بریاوو او تسلط مبارکي وویله او له ایران سره یې پۀ، سیاسي، علمي او فرهنګي برخو کې د ښې دیپلوماسۍ غؤښتنه ؤکړه او زیاته یې کړه، چې “موږ په بلخ ولایت له څو لسیزو راهیسې محسوس فرهنګي فعالیت لرو او ګڼ شمېر علمي، فرهنګي، رسنیز او ورزشي بنسټونه عملا فعالیت او له علمي، فرهنګي بنسټونو سره نږدې همکاري لري، چې فعلا هم په نورماله توګه فعال دي”

ښاغلي سرکنسُل زیاته کړه، چې د ایران هېواد چمتو دی، چې له ا.ا سره ډېرې ښې دیپلوماتیکې او فرهنګي اړیکې ولري او د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستۍ مزي لا سره اوږده او مضبوط کړي.

د بلخ ولایت ښاغلي والي صیب د ایران هېواد ښاغلي سرکنسُل له اخلاص او پۀ بلخ ولایت کې له فرهنګي او علمي خدماتو څخه مخلصانه مننه ؤکړه او په راتلونکې کې یې هم د نېکو سیاسي او فرهنګي اړیکو پر انضباط خبرې ؤکړې او ډاډ یې ورکړ چې ا.ا ژمن دی، چې له ټولو ګاونډیو او نړۍ هېوادونو سره ښې اړیکې ؤلري.

ښاغلي والي صیب ایران خپل نږدې ګاونډی او متعهد دوست یاد کړ او په سوداګریزو برخو” صادراتو او ورادتو” مفصلې خبرې ؤکړې او له ایران هېواد څخه یې د تېلو، ګازو او نورو اولیه موادو، د وارداتو په برخه کې ځانګړې همکاري ؤغؤښته.

باید ووایو چې ایران هېواد د افغانستان لودیز ته، اوږد جیوپولیتیک موقعیت کې ګاونډی هېواد دی، چې دوه مهم رسمي لوی بندرونه ور سره لري.

1443/3/28