د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د یوناما دفتر له مسئول سره وکتل

د یادي لیدني په پیل کې د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ذبیح الله نوراني، د یوناما دفتر مسئول “الان فیسلوس” ته ښه راغلاست وویل او د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پر فعالیت، د تاریخي آبدو د ساتنې او وضعیت، د ښځينه زده کوونکو او ښوونځیو او د ځوانانو د روزنیزو فعالیتونو […]

د یادي لیدني په پیل کې د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ذبیح الله نوراني، د یوناما دفتر مسئول “الان فیسلوس” ته ښه راغلاست وویل او د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پر فعالیت، د تاریخي آبدو د ساتنې او وضعیت، د ښځينه زده کوونکو او ښوونځیو او د ځوانانو د روزنیزو فعالیتونو په اړه یې هر اړخیز موضوعات بیان کړل.

وروسته د یوناما دفتر مسئول د نوراني صیب له هر اړخیزو معلوماتو خوښي څرګنده کړه او په بلخ ولايت کې یې د ښځينه زده کوونکو د وضعیت او ښوونځیو فعالېدل یې د بلخ ولایت حکومتي مشرتابۀ ستره لاسته راوړنه یاده کړه او زياته یې کړه، چي اوس مهال د یوناما دفتر هڅه کوي، ترڅو د افغانستان خلکو لپاره مرستې او نړۍوالو پاملرنه راجلب کړي، تر څو ؤکولای شو د افغانستان فعلي اقتصادي ناورین بېرته عادي حالت ته را ؤګرځي او د افغان ولس ستونزي حل شي.

همدارنګه د یوناما مسئول زیاته کړه، چې موږ د ځوانانو علمي ودې، فرهنګ، علم، رسنیو، تاریخي آبدو او نعورو برخو کې خپله همکاري او ملاتړ ته ادامه ورکوو.

د یادونې وړ ده، چې یوناما دفتر د ملګرو ملتونو یو فعال سازمان دی، چې د نړۍ په ۱۹۳ هېوادونو کې استازولۍ لري او ګڼ شمېر فرهنګي، اجتماعي او عامه برخو کې مالي ملاتړ او همکاري لري.

27/3/1443