د بامیان والي د موسساتو له استازو او مسؤلینو سره غونډه وکړه

پرون تر ماسپښین له مخه د بامیان والي مولوي انس عزیزي له پېښو سره د مبارزې، انکشاف دهات او خیریه موسسو له مسؤلینو سره غونډه وکړه. د قران کریم په تلاوت پیل شوې دغه غونډه کې تر ژمي له مخه د هغو ستونزو د حل په لارو چارو خبرې وشوې، چې په ژمي کې خلک […]

پرون تر ماسپښین له مخه د بامیان والي مولوي انس عزیزي له پېښو سره د مبارزې، انکشاف دهات او خیریه موسسو له مسؤلینو سره غونډه وکړه. د قران کریم په تلاوت پیل شوې دغه غونډه کې تر ژمي له مخه د هغو ستونزو د حل په لارو چارو خبرې وشوې، چې په ژمي کې خلک ورسره مخ کېدونکي او د اندېښنې وړ دي.

د موسسو استازو په یاد مجلس کې ژمنه وکړه، چې د خپل ټول توان په اندازه به خلکو ته د مرستو د برابرولو کوشش کوي.

‏2021‏/10‏/14