د اقتصاد وزیر د کندهار د اقتصاد ریاست څخه لیدنه وکړه

  د اقتصاد وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف کندهار ته د خپل سفر پرمهال د کندهار د اقتصاد ریاست څخه لیدنه وکړه او وروسته ئې د کندهار د اقتصاد رئیس ملاعبدالسلام بریالي سره پر یو لړ مهمو مسائیلو بحث او خبري وکړې. په لیدنه کي لومړی د کندهار د اقتصاد رئیس تېرو شپږو میاشتو […]

 

د اقتصاد وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف کندهار ته د خپل سفر پرمهال د کندهار د اقتصاد ریاست څخه لیدنه وکړه او وروسته ئې د کندهار د اقتصاد رئیس ملاعبدالسلام بریالي سره پر یو لړ مهمو مسائیلو بحث او خبري وکړې.

په لیدنه کي لومړی د کندهار د اقتصاد رئیس تېرو شپږو میاشتو کي د انکشافي مسائیلو همږغۍ، انکشافي پروژو په ښه ډول تطبیق او د غیري دولتي موسسو ښه کنټرول او یوځای والي برخه کي ئې د ترسره سویو فعالیتونو په اړه معلومات د اقتصاد له وزیر سره شریک کړل.

د اقتصاد وزیر د کندهار د اقتصاد د رئیس کارونه او هڅي وستایلې او له هغه وروسته ئې ددې ریاست د ټولو مامورینو او کارکوونکو ستونزي، وړاندیزونه او غوښتني واورېدې او ورته ئې د ستونزو د حل او وړاندیزونو او غوښتنو ته ئې د رسېدو په موخه ډاډ وړاندي کړ.

وروستیو کي د اقتصاد وزیر له ټولو مامورینو او کارکوونکو څخه وغوښتل، ترڅو د کندهار لپاره په خپلو خدمتونو کي څو چنده زیاتوالی راولي او په ریښتنې توګه خدمت وکړي؛ ځکه سویل لوېدیځه حوزه په خاصاً توګه کندهار تېرو شلو کلونو کي سخت ځپل سوی او خپله ئې هم ژمنه وکړه، چي کندهار ته ئې توجه زیاته ده.

شنبه: ۱۴۴۳/۸/۲۳