د افغاني سرې میاشتي مرستیال ملا نورالدین ترابي کندهار کي د قطر هیواد له راغلي پلاوي سره وکتل

  د سې شنبې په ورځ د کندهار زون په ریاست کښي د افغاني سرې میاشتي مرستیال ملا نور الدین ترابي صاحب، د کندهار زون رئیس حاجي اختر محمد خادم او د کندهار نماینده ګۍ رئیس مفتي فیض الله فیضي د قطر هیواد له راغلي لوړ پوړي پلاوي سره وکتل. راغلي پلاوي وویل، کندهار ته […]

 

د سې شنبې په ورځ د کندهار زون په ریاست کښي د افغاني سرې میاشتي مرستیال ملا نور الدین ترابي صاحب، د کندهار زون رئیس حاجي اختر محمد خادم او د کندهار نماینده ګۍ رئیس مفتي فیض الله فیضي د قطر هیواد له راغلي لوړ پوړي پلاوي سره وکتل.

راغلي پلاوي وویل، کندهار ته یې د سفر کولو موخه داده، ترڅو حالت او د خلګو اړتیاوي او غوښتني له نژدې وګوري او بیا به ئې هڅه داوي، چي د خلګو حالت، اړتیاوي او غوښتني قطر هیواد کي له مسئولینو سره شریکي کړي.

وروسته د افغاني سرې میاشتي مرستیال ملا نورالدین ترابي صاحب لومړی د قطر هیواد له همکاریو ځانګړې مننه وکړه او وروسته ئې زیاته کړه، قطر هیواد یوه قوي او شتمن هیواد دی، له ډېرو هيوادونو سره مرستي کوي، چي باید له افغانانو سره هم مرستي وکړي.

ملا نورالدین ترابي په بېلابیلو اړینو برخو کي له راغلي پلاوي څخه غوښتني وکړې، چي د راغلي پلاوي له لوري د هرډول همکاریو ډاډ وړاندي سو.

سې شنبه: ۱۴۴۳/۸/۲۶