د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون عمومي رئیس د کندهار د اطلاعات او کلتور ریاست څخه لیدنه وکړه

  د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون عمومي رئیس مولوي احمدالله وثيق د شنبې په ورځ د کندهار د اطلاعات او کلتور د رئیس مولوي نور احمد سعید او مرستیال ملا شمس الله صمیم سره د کندهار پر کلتوري او مطبوعاتي موضوعاتو بحث وکړ. د کندهار د اطلاعات او کلتور رئیس د ښاغلي وثیق سره د […]

 

د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون عمومي رئیس مولوي احمدالله وثيق د شنبې په ورځ د کندهار د اطلاعات او کلتور د رئیس مولوي نور احمد سعید او مرستیال ملا شمس الله صمیم سره د کندهار پر کلتوري او مطبوعاتي موضوعاتو بحث وکړ.

د کندهار د اطلاعات او کلتور رئیس د ښاغلي وثیق سره د کندهار بېلابېل کلتوري، ادبي او ورته نور موضوعات شريک کړل، په کندهار کي ادبي بانډارونه، علمي غونډي، مشاعرې او ورته نور اړخونه هم بیان کړل سول.

ښاغلي سعید د کندهار تاریخي ابدې، لرغوني زیارتونه او د موجوده تاريخي اثارو په اړه هم معلومات شريک کړل او د هغو تاریخي ابدو په اړه هم وږغېدل، چي ا.ا ئې په راتلوونکي کي د رغېدو پلان لري.

د ا.ا د ملي راډيو ټلويزیون عمومي رئیس کندهار ته په راتګ سره خوښي څرګنده کړه او زیاته ئې کړه، چي په کندهار کي کلتوري او ادبي فعاليتونه په ډېر ښه ډول روان دي او دا د کندهار د علم دوسته او ادب دوسته ولس ښکارندويي کوي.
ښاغلي وثیق زیاته کړه، چي اطلاعات او کلتور وزارت او ملي راډيو ټلويزیون به په ګډه په نژدې کي پر ډېرو ګټورو او مهمو پلانونو کار وکړي، چي له ګټي به ئې ټول ولس برخمن وي.