د ارزګان ولایت مقام کي اداري غونډه ترسره شوه

  دارزګان ولایت مقام کي د ارزګان مرستیال والی حاجی مزمل صاحب دټولوادارو رئیسانوسره غونډه وکړه چی په غونډه کي د ارزګان امینه قومندان ملاعبدالله حاجی بشیرصیب داستخباراتو رئیس سالم اخنذاده صیب هم برخه اخیستې ووه. غونډه لومړي دقران کریم په ځو مبارکو ایاتونوسره پیل سوه. په غونډه کی ټولو رئیسانو خپل دکارونو ګزارش مرستیال […]

 

دارزګان ولایت مقام کي د ارزګان مرستیال والی حاجی مزمل صاحب دټولوادارو رئیسانوسره غونډه وکړه چی په غونډه کي د ارزګان امینه قومندان ملاعبدالله حاجی بشیرصیب داستخباراتو رئیس سالم اخنذاده صیب هم برخه اخیستې ووه.
غونډه لومړي دقران کریم په ځو مبارکو ایاتونوسره پیل سوه.
په غونډه کی ټولو رئیسانو خپل دکارونو ګزارش مرستیال والی صاحب ته وړاندی کړه او دخپلو لاسته راوړونو په اړه هم معلومات ورکړه، ښاغلی مزمل صاحب ټولو رئیسانوته دښه اجراء سپارښتنه وکړه، ورسته دکوچني اختر په رارسیدو سره پرمختلیفو مسائلو خبري وسوي او دهر ریاست مسؤل ته په خپله برخه کی خپلي مربوطه وظیفي وسپارل سوی او ورته دښه اجراء سپارښتنه وسوه. ښاغلی مزمل صیب دارشاد حج او اوقافو رئیس خادم مولوی صاحب ته د کوچني اختر عیدګا دلمانځه په اړه سپارښتني وکړی چی دعیدګا لمونځ باید په یوځای او یادوه ځایه کی اداسي چی سنت طریقه هم داسی ده. اود امینت مسؤلینوته دامینت دټینګښت په برخه کی لازمي سپارښتنی وکړي تر څو ولس دخوشحالۍ ډک اختر تیرکړی او د اختر په شپه باید ټکان هغه که په اسلحه کیږی او یا دا مصنعی ټکان وی په کله بندکړی ځکه ولس دټکانوڅخه سټړي سوي او نور نه غواړي چي دټکانو ږغونه ئې تر غوږو پوری ور وره سیږي .
غونډه د دعاءپه وویلو سره پاته ورسیده.
نیټه: ۱۴۴۳/۹/۲۳ هــ ق