د ارزګان ولایت دکرهڼې اوبولګولو اومالدارۍ ریاست تر وخت تير تخمونه او درمل وسوځول.

  په یاد ولایت کي دکرهڼې اوبولګولو اومالدارۍ ریاست دارزګان ولایت د ټولو کرهڼیز تخمونو پلورنکو او درمل پلورنکو څخه نظارت ترسره کړی او ټول هغه تخمونه او درمل چي تر وخت تیر وه راټول او د هیئت په حضور کي ئ وسوځول. دا هغه کرهڼیز درمل اوتخمونه وه چي دکروندګورو کښت ته ئې دګواښ […]

 

په یاد ولایت کي دکرهڼې اوبولګولو اومالدارۍ ریاست دارزګان ولایت د ټولو کرهڼیز تخمونو پلورنکو او درمل پلورنکو څخه نظارت ترسره کړی او ټول هغه تخمونه او درمل چي تر وخت تیر وه راټول او د هیئت په حضور کي ئ وسوځول.
دا هغه کرهڼیز درمل اوتخمونه وه چي دکروندګورو کښت ته ئې دګواښ سره مخ کړی وه. د کرهڼي اوبولګولو ریاست د کرهڼیزو چارو امر اسدمولوی صاحب په خپلو خبرو کي وویل چي داټول یونیم ټن درمل او تخمونه وه په یادو درملتونو اوتخم ځايونو کی ۵۷ قلمه زراعتی دواوی، ۲۱قلمه مختلف النوعه حیوانې درمل او۷ ډوله زراعتی تخمونه شامل وه.
داهغه شیان وه چی زموږ کروندګرئې له ستونزو سره مخامخ کول، هغه زیاته کړه چي کله کروندګر دخپل کښت لپاره درمل اخلې باید زموږ دزراعتي ډاکترانو او انجینرانو سره په اړیکه کي سی ترځو زموږ د ډاکترنو سره په مشوره باکیفیته درمل او تخمونه دپلورنځي ځخه ترلاسه کړی .

یو تن کروندګر محمدالله وویل چي موږ دکرهڼې ریاست دا کړنه ستایو او زیاته ئې کړه چي ډیر ځله موږ داسی تخمونه رانیولی دی چي نه شنه کیدل او داسی درمل مي هم رانیولی دی چی دکښت دمرض لپاره دګټې پرځای به ئې کښت زیانمن کړي، هغه وویل چي له دې ورسته دی هر کروندګر د کرهني اوبولګولو ریاست د ډاکترانو سره په مشوره تخمونه او درمل اخلی تر څو ئې کښت ګټور تمام سی.
داپه داسی حال کی ده چی دامارت په راتګ سره دا دوهم ځل دی چی په زیاته اندازه تروخت تیر درمل اوتخمونه سوځول کیږی، چي لومړې ځل ۶۰ قلمه بېلابیل تخمونه او درمل وسوځول سول.

نېټه : ۱۴۴۳/۸/۲۸هــ ق