د ارزګان ولایتي مسوولینو له سیمیزو خبریالانو سره تر روژه ماتي وروسته پر یوشمېر موضوعاتو بحث وکړ.

  د ارزګان ولایت مقام او د اطلاعات او فرهنګ ریاست د مسوولینو لخوا ددې ولایت ځایې خبریالانو ته روژه ماتی برابر او وروسته پر یوشمېر مهمو موضوعاتو بحث وسو. دا مېلمستیا چي د ولایت مقام په مېلمستون کي برابره سوې وه، د مرستیال والي حاجي مزمل صاحب په ګډون، امنیه قوماندان حاجي بشیر صاحب، […]

 

د ارزګان ولایت مقام او د اطلاعات او فرهنګ ریاست د مسوولینو لخوا ددې ولایت ځایې خبریالانو ته روژه ماتی برابر او وروسته پر یوشمېر مهمو موضوعاتو بحث وسو.
دا مېلمستیا چي د ولایت مقام په مېلمستون کي برابره سوې وه، د مرستیال والي حاجي مزمل صاحب په ګډون، امنیه قوماندان حاجي بشیر صاحب، د اطلاعات او فرهنګ ریاست رییس محمد اصف او ګڼ شمیر د سیمه ییزو رسنیو استازو برخه لرله.
مرستیال والي حاجي مزمل دا ډول ناستي خورا مهمي وبللې او ژمنه یې وکړه چي د ولایت دروازه به تل د هغوی پر مخ خلاصه وي.
د ارزګان امنیه قوماندان حاجي بشیر صاحب له ځایې خبریالانو وغوښتل چي د ولسونو ږغ او ستونزي د حل لپاره تر مسوولینو ورسوي او د خلکو لپاره د امن او هوسایني برخه کي په ګډه کار کولو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کي د اطلاعات او فرهنګ رییس محمد اصف ډاډ ورکړ چي دا ریاست به د تل په څېر د رسنیو او خبریالانو سره همکاره پاتي سي.
نوموړي له رسنیو وغوښتل چي د شرعي او اسلامي قوانینو په چوکاټ کي خپل نشرات برابر کړي او په خپلو پروګرامونو کي حقه حقایقو ته لومړیتوب ورکړي.
دې ناسته کي ځایې خبریالانو د ولایتي مسوولینو مننه وکړه چي تل ورسره همکاره دي.
دوی وویل، اوس تر بل هر وخت زیات د رسنیو او خبریالانو امنیت تامین او د بیان ازادۍ ته لاس رسی زیات سوی.
دوی ژمنه وکړه چي خپل نشراتي فعالیت به د قوانینو په چوکاټ کي برابر کړي.
د یاودني وړده چي د غونډي په پای کي د ولایت مقام لخوا یوه یوه جوړ جامې هم د ډالۍ په توګه ورکړل سوې.
نیټه: ۱۴۴۳/۹/۲۷ هـ ق