د۲۰۳منصوري قول اردومعاون مولوي صاحب روح الامین(حاجي روحاني) ددریمي محمدي پلي لوأڅخه لیدنه وکړه

دباخترخبري اژانس دخبرله مخي نن له غرمي مخکي د ۲۰۳ منصوری قول اردو معاون مولوی صاحب روح الأمین ( حاجی روحانی ) او ورسره څلور کسیزه هيئات د غزنی ولایت د دریمی محمدی پلې لوأ څخه لیدنه وکړه، په یاده لیدنه کی یی د یادی لوأ مجاهدینو ته ارزښتناکی ویناوی وکړی او زیاته یی کړه […]

دباخترخبري اژانس دخبرله مخي نن له غرمي مخکي د ۲۰۳ منصوری قول اردو معاون مولوی صاحب روح الأمین ( حاجی روحانی ) او ورسره څلور کسیزه هيئات د غزنی ولایت د دریمی محمدی پلې لوأ څخه لیدنه وکړه، په یاده لیدنه کی یی د یادی لوأ مجاهدینو ته ارزښتناکی ویناوی وکړی او زیاته یی کړه چی د اسلامی اردو صفونه نور هم تصفیه او منظم شی، اوس الحمد لله د ټولو مجاهدینو ترمنځ د باور فضاءرامنځته شوي شکوک او شبهات له منځه وړل شوي او څوک چی د دغه صف قابل نه دی باید له صف څخه وه ایستل شی تر څو منظم اسلامی او قوی اردو ولرو او د صفونو د تصفیی په اړه یی دقیق معلومات او څیړنه وکړه. د یادی لوأ قومندان محمد آصف ( ذاکر ) راغلي هيئت ته ښه راغلاست وویل او د همکاری ډاډ یی ورکړ او زیاته یی کړه چی اسلامی اردو د هیواد د سرحدونو او د اسلامی نظام د ساتنی لپاره پوره چمتوالی لری، غونډه د دوعایی په ویلو پای ته ورسیده.