دهلمند مرکز لښکرګاه ښار کي دمرکزي عیدګاه لمونځ اداء سو:

  نن ورځ یکشنبه د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کي د نېکمرغه کوچني اختر د مرکزي عیدګاه لمونځ ترسره سو. باختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي د یادي عیدګاه لمونځ د لښکرګاه ښار د کارېز سیمي په یوه ډېر پراخه میدان کي په داسي حال کي ترسره سو چي د هلمند والي محترم طالب مولوي […]

 

نن ورځ یکشنبه د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کي د نېکمرغه کوچني اختر د مرکزي عیدګاه لمونځ ترسره سو.

باختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي د یادي عیدګاه لمونځ د لښکرګاه ښار د کارېز سیمي په یوه ډېر پراخه میدان کي په داسي حال کي ترسره سو چي د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب،امنیه قوماندان محترم الحاج ملامحمدنعیم اخندصاحب،د استخباراتو رئیس محترم ابوخالد صاحب، د امربالمعروف رئیس، د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ عبدالباري راشد، د یاد ریاست د اطلاعاتو امر مولوي محمد قاسم ریاض، د مرافعه او ښاري محکمې مسئولینو او قاضيانو ،د علمائو شورا عالمانو،دریاستونو رئیسانو،مسئولینو،مجاهدینو او په زرګونو عامو مسلمانانو پکې ګډون کړی وو.

د عیدګاه لمانځه څخه مخکي د ولایت مقام په استازیتوب یو تن جید عالم شیخ الحدیث محترم مفتي شریف الله صاحب خپله ارزښتمنه وینا واوروله.
نوموړي خلګ د اسلامي نظام و شکریې او ملاتړ ته راوبلل.
هغه وویل چي اسلامي نظام کي خلګ پر نظام او نظام پر خلګو باندي خپل مسلم حقوق لري.چي باید یو د بل حقوق په بشپړ ډول سره پوره او خپل مسئولیت اداء کړي.

هغه زیاته کړه چي په افغانستان کي جګړه پای ته رسېدلې او خلګ د امن او خوشحالۍ په فضاء کي دژوند څخه برخمن سوي دي.نو په کار ده چي د همدې امن او حاکم نظام د ساتني دپاره په خپل ټول توان سره کار وکړو.او هیچاته اجازه ورنکړو چي زموږ امن ګډوډ او د پردیو شوم اهداف پوره کړي.هغه په دې اړه اغېزمني او ارزښتناکه خبري وکړې.

وروسته د هلمند د امربالمعروف نهي عن المنکر رئیس محترم مولوي عبدالحی عمري صاحب خلګو ته د اختر تر مبارکۍ وروسته مختصر اصلاحي بیان وکړ.

نوموړي وویل چي امربالمعروف نهي عن المنکر په اسلامي نظام کي یوه مهمه شعبه او د هرمسلمان ځانګړې وظیفه ده.
هغه خلګ په ځانګړي ډول مسئولین او دیني عالمان په احسنه طریقه سره د امربالمعروف نهي عن المنکر وکولو ته راوبلل.او په دې اړه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
وروسته د هلمند د علمائو شورا مرستیال جید عالم شیخ الحدیث محترم مولوي محمدګل صاحب د اسلامي نظام دراتلو او اختر ترمبارکۍ ویلو وروسته و تېر شل کلن جهادي بهیر ته اشاره وکړه.او د افغانانو کارنامې او حماسې یې وستایلې.
نوموړي دافغانانو په ځانګړي ډول د هلمندیانو دجهادي خدمت او قربانیو او اسلامي امارت د ملاتړ کولو څخه مننه وکړه.
او په راتلونکي کي هم دهغوی څخه د اسلامي امارت سره د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.

هغه د عالیقدر امیرالمومنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده صاحب حفظه الله د اختریز پیغام مهم ټکي ولوستل او په اړه یې لازم تشریحات وړاندي کړه.
وروسته د اختر لمونځ د نوموړي شیخ مولوي محمدګل صاحب په امامت باندي اداء او د عیدګاه مراسم پای ته ورسېدل.

د یادوني وړ ده چي تر عیدګاه وروسته ګڼ شمېر کسانو ته د امیرالمؤمنین اختریز چاپ سوی پیغام توزیع سو.

نېټه:۱۴۴۳/۱۰/۱ هــ ق