دمسکوکانفرانس! پر ستیج بری چاترلاسه کړ؟

بشیر فرهاد  دنومبر( ۲۰۱۸ز) په ۹مه نیټه دروسیې په کوربتوب مسکو کې افغانستان کې دسولې په اړه یو ورځنی نړیوال کانفرانس جوړشوی و. یاد نړیوال کانفرانس کې دروسیې، چین، امریکا هندوستان، ایران پاکستان، ترکمنستان،ازبکستان، تاجکستان،قازقستان کرغیزستان اوقطر رسمي هیئتونو په ګډون سربیره دکابل رژیم دسولې شوری څلورکسیزهیئت او دطالبانو( اسلامي امارت) پنځه کسیز هیئت هم  […]

بشیر فرهاد 

دنومبر( ۲۰۱۸ز) په ۹مه نیټه دروسیې په کوربتوب مسکو کې افغانستان کې دسولې په اړه یو ورځنی نړیوال کانفرانس جوړشوی و.

یاد نړیوال کانفرانس کې دروسیې، چین، امریکا هندوستان، ایران پاکستان، ترکمنستان،ازبکستان، تاجکستان،قازقستان کرغیزستان اوقطر رسمي هیئتونو په ګډون سربیره دکابل رژیم دسولې شوری څلورکسیزهیئت او دطالبانو( اسلامي امارت) پنځه کسیز هیئت هم  کډون دلود

دنړیوالو سیاسي چارو کارپوهانو په اند: ښکاري نړۍ په تیزۍ سره دځینو مثبتو بدلونو په لور درومي، دیوولسم ستمبر په بهانه او دروغو نړۍ ته  کوم مغرور هیواد( امریکا) طالبان ترهګر معرفي کړي وو  نن اوولس کاله وروسته  هم هغه دځینو واقعیتونو په درک کولو  سره طالبانو سره دمفاهمت په موخه لارې چارې لټوي.

هغې امریکې او روسیې چې یو وخت یې  دشمال اتحاد په ملتیا دطالبانو دله منځه وړلو لپاره پخپل وس کوښښونه کول ،هغه هندوستان چې دطالبانو پخلاف یې شمال ټلواله اکمالوله او ارزو یې وه چې طالبان یومخ له منځه لاړ شي، کله چې داسې و نشول امریکې ، روسیې او نورو په میډیا کې دطالبانو پر ضد په  دروغجن پروپاګند پيل کړ خو دمسکوپه نړیوال  کانفرانس کې   دروسیې، چین، ایران پاکستان او هند طالبانو سره خبروته کیناستل ښيي چې په نړیواله سطحه دمثبتو تغیراتو درامنځته کیدوشیبې نیږدې شوې او دنړۍ یولوی شمیر هیوادونه دې نتیجې ته رسیدلې چې دطالبانو په اړه دمخاصمت او مخالفت دریځ په ځای  نورښه داده چې دهغوی موقف ته غوږ ونیول شي 

که څه هم دمسکوکانفرانس ته دکابل رژیم دسولې شوری څلورتنه غړي  هم لاړوو خو هغه کوم تود استقبال چې په یاد کانفرانس کې دطالب سیاسي استازو اوشو درژیم دشوری دغړو چاونکړ، دمعلوماتو له مخې: دکانفرانس ګډونوالو هیوادو هیئتونو دکانفرانس دپای ته رسیدو وروسته دطالبانو داستازو سره دجلا، جلا لیدلو لپاره په نوبت  او په ساعتونو ، ساعتونو ولاړ وو او دکابل نه ورغلي پلاوی  بیا پخپله کله دیو هیواد هیئت او کله دبل هیواد پسې دلیدلو  لپاره  پښې تڼاکې کړې 

دطالبانو ( اسلامي امارت) استازو هلته  په خورا صراحت او جرئت سره داسلامي امارت همیشنی دریځ نړیوالوته ارائه او وړاندې کړ چې څو امریکا خپل ټول ځواکونه له افغانستانه ونه باسي ترهغه دسولې لپاره هلې ځلې کوم ارزښت نلري که امریکا رښتیا هم غواړي چې افغانستان او منطقې ته سوله راشي نو سملاسي دي خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي زکه  افغانان هم  دنورې پشان حق لري چې دځانو لپاره  یو ازاد او خپلواک هیواد ولري 

کله چې په ۱۹۸۸ زکې دژنیودتړون وروسته شوروي لښکرې دافغانستان وتلې  هغه مهال هم زموږ دجهادي احزابو او رهبرانو دنجیب په مشرۍ رژیم سره  دخبرو کولو نه  انکارکا وه، په دې دلیل چې هغوی دنجیب رژیم  دشوروي لاسپوڅی او ګوډاګی ګاڼه نن بعینه طالبان هم چې داشرف غني درژیم سره دخبرو نه انکار کوي په همدې دلیل یې کوي چې: داشرف غني په مشرۍ شته رژیم دامریکا اجیر دی او امریکادهغه استازیتوب کوي و په همدې دلیل  دامریکا سره په مخامخ خبرو کولو ټینګار لري 

دمسکو  په نړیوال کانفرانس کې شریکو هیوادو استازوهم اتفاق او یووالی وښود چې دافغاني معضلې دواقعې حل لپاره دجنګ په ځای دخبرو او مذاکرې لارغوره ده  ولې دسیمې هیوادونه  په منطقه کې د روان تزویراتي کشمکش ته په کتو دې نتیجې ته رسیدلې چې افغانستان کې دسولې راتلو په اړه دامریکا ارادې ته دکتلو په ځای اړتیاده چې خپله دوی  لاس په کار شي او دیو موټی افغانستان لپاره ګاونډي هیوادونه خپل رول ولوبوي ځکه په افغانستان کې دنا امنیو له امله ګاونډي او دسیمې هیوادونه نارارم او مضطرب دي نه امریکا! 

بل نړیوالوته جوته شوه چې طالبان بې له قید وشرطه دامریکا یې عسکرو وتل غواړي او په دې لړ کې هیڅ  نرمښت او شاتګ ته تیارندي په دې اړه دکانفرانس په دوران کې او هم دکانفرانس وروسته دکانفرانس دګډونوالو هیوادو داستازو چوپتیا ددې ښکارندویه ده چې طالبانو وکړای شول کانفرانس کې ناست هیوادونه په دې  قانع کړي چې  دافغانستان اشغال پای ته رسول دټولو مشکلاتو حتمي حل او اصل دی چې تري په هیڅ صورت تیریدای نشي 

دکتونکو په نظر په ټوله کې دمسکو جریان داسلامي امارت لپاره یوتاریخي او سیاسي بری دی  همدا راز طالبانو په لومړي ځل دمسکو غونډې له فرصته وکړای شول  چې په نړیواله کچه خپل دریځ په سمه او روښانه توګه منعکس کړي او هغه تورونه چې  غربي میډیا یې په دوی لګوي په کلکه ځواب او رد کړي ،همدیته په کتو غربي میډیادخپل ایبلیسانه عادت سره اوس لګیاده داسې تحلیلونه او تبصرې کوې چې ګواکې دمسکو کانفرانس ناکامه شوی او په اړه یې  دمنفي تبلیغ په کولو سره خپل شوم اغراض پالل غواړي 

دمسکو په نړیوال کانفرانس کې دطالبان څرګند ظهور او ګډون وښوده چې نړیوال او په خاصه توګه دسیمې یوشمیر مهم هیوادونه لکه روسیه، چین باکستان ، ایران او هندوستان دامریکا په لاسپوڅي رژیم بې باوره شوي او دهغه وړتیا او صلاحیت ته دشک په نظر ګوري اوعملایې دطالبانو دا دریځ تسلیم کړی چې کابل رژیم  خپلواک حکومت ندی  او په هره لویه او وړه خبره کې دامریکایانو حکم او امرته منتظردی لنډه داچې دمسکو کانفرانس دنړیوالو سترګې بینا کړې او ورته یې حقایق وښودل په راتلونکې باید دسیمې هیوادونه دورته کانفرانسونو له لارې لا نورو واقعیتونو په روښانولو سره دي له امریکا څخه په ښکاره او علني توګه وغواړي چې هغه ژردافغانستان اشغال پای ته ورسوي زکه په دې دټولې منطقې خیر نغښتی دی او همدا دافغانانو او دمنطقې دولسونو  ګډ ارمغان دی پای