دمسلمان ژورنالست ځانګړنې

حامدا ومصليا وبعد:  ځرنګه چې نړۍ دغربي ښکېلاک تراغېزي لاندي ده ، نومناسب ده چې په موضوع کې همدغه اړخ دتقابل په ډول په نظرکې ونيسو .  غربي فکر اودهغوئ مقلدين دژورنالست   مقاصد داګڼې : چې خلکو ته معلومات پيداکړي ، دهغوئ ذهني خوځښت ته وده ورکړي، هغوئ ته دراتلونکي په اړه لارښوونه وکړي . […]

حامدا ومصليا وبعد:

 ځرنګه چې نړۍ دغربي ښکېلاک تراغېزي لاندي ده ، نومناسب ده چې په موضوع کې همدغه اړخ دتقابل په ډول په نظرکې ونيسو .

 غربي فکر اودهغوئ مقلدين دژورنالست   مقاصد داګڼې : چې خلکو ته معلومات پيداکړي ، دهغوئ ذهني خوځښت ته وده ورکړي، هغوئ ته دراتلونکي په اړه لارښوونه وکړي . اوداسې نور…

 داخبره دماهيت په لحاظ دژورنالست په مفهوم کې داخله ده ،او ترډيره ځایه دغه خبره سمه هم ده ، مګر دايواځې اوس ترتعبير پوري پاته ده اوعملي بڼه يې ددوئ دميراثي عادت له مخي تحریف شوي،ځکه چې په غرب اوکفري نړۍ کې دوړانديني ذکرشويو مقاصدوپه ځای اوس ژورنالست دوه نورسترمسئولیتونه لري ، چې يویې کورنی اوبل یې باندينی دی ، داخلي مسئوليت   يې دادی :چې دخپل قوم دلارښووني ،پرمختګ ،يووالي ، روزني اونورو…….. ته کاروکړي ، اودوهم مسئوليت يې دادی : چې دنړۍ خلکوته دغرب اوډيموکراسۍ فکر اوتهذيب ورکړي ، اوداسلام په وړاندي [ چې غربيان يې دخپل فکر اوديموکراسي په وړاندي خڼډ ګڼي ] دتبليغاتي جګړي لپاره هرډول مبارزه په مخ بوځې ،خلکو باندي ذهني فشارونه وارد کړي ،چې ورسره دمخالف فکر اوعقيدي مخه ډب کړي ،دهغوئ حوصلي ماتې کړي ، اوپه خپل مينځوکې يې دشخړو اواختلافاتو ښکار کړي . لنډه داچې هغوئ په ځانګړي ډول يوه سخته جګړه په مخ بيايې ، تردي چې که وغواړي نو فرد اوټولني ته هرډول رنګ ورکولای شې . یوسخت ظالم اوجابر، په مظلوم اومظلوم په ظالم تعبیرولای شې ، دبیلګی په ډول   : اسرائل چې خباثت اوظلم يې دلمر په څېرروښانه دی دوئ يې څه ډول دتمدن اوعدل سمبول ګڼي، بل جانب ته مظلوم فلسطنيان جابر ين غاصبين اوانسان وژونکي ګڼي   ، عین همدغه حالت په افغانستان کې دی چې دوطن اصلي بچي اودفاع کونکي   تروریستا ن اودانسان دښمنان و ګڼل شول اوراغلي يرغلګر بيا بشردوستان اودسولي مرغان ګڼل کيږي   . اودهمدغه مقصدلپاره یرغلګرو په افغانستان اوبهرکې څومره رسنۍ [ ويب پاڼي ، تلويزونونه ، راديوګاني ،اخبارونه اونور…] اومزدوران په دغه کار وګومارل .

له دي وړانديني لنډ بحث څخه تاسوته دکفري اوغربي نړۍ دژورنالیست محرفه بڼه اودهغه ټول ذميم اوصاف اوناوړه څیره ښکاره شوه ، اوس به داسلام په سپیڅلي دين کې دژورنالست هدف ،کړنلاره اودهغه ځانګړتياوي درته په لنډ ډول وښيو .

په اسلام کې دژورنالست هدف دادی : چې دپيښو ، واقعاتو او خبرونو داسې تشريح وکړي چې ټولنه دخيراوصداقت لوری ته بوځي ، اوهغه دبشريت دهوسایې ،سوکالي اوتمدن لپاره خپل هيڅ زيار ونه سپموي . دمسلمان ژورنالیست ترټولو لويه ځانګړتيا داده : چې هغه دکفري نړۍ په څېر دباطل ،ظلم ،جبر اوتحريف کړنلاره نه لري ،بلکه هغه ديوه بل سوچه مسلمان په څېر په عقیدوي اوعملي ډول داسلام داصولو اوقوانينو پابند دی ، هغه په ټولنه کې ديوه سپېڅلي معلم ، داعي ،مبلغ ،مجاهد ، مصلح او…. په ډول دخلکوپه زړونو کې ځای لري . هغه امور چې مسلمان ژورنالیست دغه مقام ته رسوي ،يادهغه ځانګړني دي ياهغه پري مکلف دی په لاندي ډول دي :.

۱=   دنيت خلوص : څرنګه چې مسلمان ژورنالیست دحق دلاري يوسپېڅلی مبارز دی ، اوهغه په دغه لاره کې ډير ستغ اوکږليچونه په مخ کې لري نوښکاره ده چې هغه به دغه کړاوونه دنفس دخواهشاتو ، ثمن قليل   يادنورو دستاينو په موخه سرته نه رسوي بلکه هغه به داټولي ستونزي يواځې دخپل رب څخه داجر اوثواب په تمه وي . او دژوندپه ټولو ابعادو کې به يې نيت دالله ج رضا ء اودهغه څخه دبدلي په اړه وي . وما امروا الاليعبدوالله مخلصين له الدين . الاية   اودوئ په دي ماموردي چې يواځې دالله تعالی لپاره به عبادت کوي اوخپل ټول اعمال به خالص دده لپاره کوي .

اوپه حديث شريف کې راغلي : انمالاعمال بالنيات وانمالکل امر مانوی الحديث په اعمالو سره دثواب موندلو مدار په نيتونو بناء دی .

۲= دشهرت اورياء کاري څخه ډډه :يعني مسلمان ژورنالست چې څه خپروي هغه به دټولني دخير اوښېګڼي لپاره وي ، شهرت اونوم پيداکول به يې مطلب نه وي ، ځکه دادقلم جهادګڼل کيږي ، اوپه جهاد کې سمعة ، شهرت اورياء ممنوع دي ،اوله اجراوثواب څخه يې محروم کيږي   ، کمافي الحدیث : َعَامِلُ رِيَاءٍ لَيْسَ لَهُ ثَوَابٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ إِلَّا الْوَيْلُ .رياء کار به درياء په عمل نه په دنيا اونه په آخرة کې څه ثواب ترلاسه کړي ، بلکه هغه ته به عذاب ورکول کيږي .

۳= حقائق ښکاره کول : په قرآن کريم کې په ښکاره ډول فرمان دی : ولاتکتموا الشهادة الاية يعني څه چې مووليدل بيان يې کړئ اومه يې پټوۍ ،.

۴= دپېښې اوخبرعدم تحريف . په دي هلکه په قرآن کريم کي راغلي : ولاتلبسوالحق بالباطل وتکتموالحق .. . الآية يعني باطل ته به دحق جامه نه ورپه غاړه کوئ ، اونه به حق دباطل په بڼه اړوئ .

۵=   عدل اوانصاف ته وده . لکه الله تعالی چې فرمايې : ياايهاالذين آمنو کونو قوامين بالقسط الآية . يعني دظالم اومظلوم توپېر ، دبربريت اوجبر مخنيوی ،دعدل ټينګښت اوانصاف ته وده ديوه مسلمان په ډول دژورنالست مسېر ګرزي .

۶= دملاتړ اومخالفت څخه استغنا : کله چې دمسلمان ژورنالست   کردار ديوه لوی جهادپه څېر عمل ګڼل کيږي ، نوجهاد دالله تعالی درضاءلپاره سرته رسېږي ، يعنې دچادخوښې ياناخوښې ملاتړ اومخالفت ملامتي اوستايني پوري اړه نه لري . لکه په حديث کې چې راغلي : یجاهدون في سبيل الله ولايخافون لومة لائم . البته مصالح په نظر کې نيول کېږي .

۷= دحق مرسته   : مسلمان ژورنالست به تل په ټولنه کې دحق   مرسته کوي ،چې مسلمان په عقيدوي ډول هم په دغه عمل مکلف دی . الله تعالی فرمایې : تعاونوا علی البر والتقوی ، دنيکي اوتقوی په کارونوکې به له يوه بل سره مرسته کوئ .

۸= په حق سودا نه کول : مسلمان ژورنالست به په خپل ايمان ټينګ ديوه مجاهدپه څېر دايمان څخه دفاع کونکی ، اودحق لورته بلونکی وي ،هغه د الله [جل جلاله] له لوري مکلف دی : ولاتشتروا بعهدالله ثمنا قلیلا . الآية دالله تعالی سره په کړو وعدو به سوداء نه کوئ .

۹= بلاغ المبين : مسلمان ژورنالست ديوه داعي په څېر ټولنې ته په بلاغ المبين هم مکلف دی ، یعني ټولنې ته به په ښه واضح اوښکاره ډول سره دحق خبره اوپيغام رسوي ،وماعلی الرسول الاالبلاغ المبين . په هر رسول باندي په واضح ډول سره دپيغام رسول دي .

۱۰= حکمة اوبصارت :د مسلمان ژورنالست يوه بل امتياز دی ،کله چې دژورنالست ټولني ته پيغام رسول کوي اودټولني خيريې مدالنظر وي ، نوپيغام به يې همدغه رنګ لري ، ادع الی سبيل ربک بالحکمة والموعظة الحسنة . دالله تعالی لاري ته خلګ په تدبير اوښه پند سره رابوله .

۱۱= دخبرتحقيق : څرنګه چې مسلمان ژورنالیست دټولني رښتونی قاصد دی ، نوځکه به ترهغه پوري چې دخبر پوره تحقيق نه وي شوی نوروته به يې نه رسوي ، قال الله تعالی :   ان جاء کم فاسق بنباء فتبينوا …..الاية الحجرات ۶ .   که يوفاسق خبره درته راوړي نوتحقيق يې کوئ .

۱۲ = دپيغام … اوخبرکيفيت اوکميت :دمسلمان ژورنالست له ځانګړنو څخه داهم دی چې هغه فيغام ،ليکنه ،خبراونور … چې دی يې نوروته رسوي په هغه کې به دخلقو خير مطلوب وي اوکه چېرته له هغه څخه دخلقو دمصالحو خلاف ديوي فتني رامېنځ ته کيدل شونی وي نوبيابه دداسې عمل له نشر اوخپرولوڅخه ډډه کوي .

عن أبي هريرة، أن رسولَ الله – صلَّى الله عليه وسلم – قال: “ستكونُ فِتنةٌ صمَّاءُ بكمْاءُ عَمياءُ، مَنْ أشرَفَ لها استشرفَتْ له، وإشرافُ اللسانِ فيها كوقوع السيفِ” .ابوداود

ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : ژر به يوه ګونګه ،کڼه ، اوړنده فتنه رامېنځ ته شې ،څوک چې وروړاندي شې هغه به ځان ورته راښکاره کړی ،اودژبي استعمال به دتوري په څېر ګڼل کيږی .

۱۳= برائت   : دمسلمان ژورنالست له وظائفوڅخه داهم ده چې له هغه اموروڅخه به ځان ساتي چې دکوم مسلمان دحيثيت اوشان   تحقير په کې کيږي يادهغوئ داعراضو اوصالح کلتورنو سپکاوی ګڼل کيږي . ،

عن أبي هريرة، قال: قال رسولُ الله -صلى الله عليه وسلم-: “كُل المسلمِ على المُسلمِ حرام: مالُهُ، وعِرضُهُ، ودَمُه، حسبُ امرئٍ من الشرِّ أن يحقرِ أخاهُ المُسلم” . ژباړه : دهرمسلمان مال ،حيثيت اووينې په بل مسلمان حرامې دي ،ديوه مسلمان لپاره داشر بس دی چې ديوه بل مسلمان تحقيروکړي .

۱۴= جرائت : يعني ديوي حقي خبري يارایې نه پوټول ،بلکه دحق په خبره کې جرئت کول هم دمسلمان ژورنالست له اعمالو څخه ده ،

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -: “لَا يَحْقِرْ أَحَدُكُمْ نَفْسَهُ” قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، كَيْفَ يَحْقِرُ أَحَدُنَا نَفْسَهُ؟ قَالَ: “يَرَى أَمْرًا، لِلَّهِ عَلَيْهِ فِيهِ مَقَالٌ، ثُمَّ لَا يَقُولُ فِيهِ، فَيَقُولُ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ: مَا مَنَعَكَ أَنْ تَقُولَ فِي كَذَا وَكَذَا؟ فَيَقُولُ: خَشْيَةُ النَّاسِ، فَيَقُولُ: فَإِيَّايَ كُنْتَ أَحَقَّ أَنْ تَخْشَى” يودي هم خپل ځان خوار نه ګڼي ،پوښتنه وشوه ،څرنګه به يوهم ځان خوارنه ګڼو؟ ای دالله ج رسوله ! هغه ص وويل : يوه خبره به وویني دالله تعالی لپاره به دويلو ځای وي مګردی هلته څه ونه وايې ،نوالله تعالی به دقيامت په ورځ ورته ووايې : څه وجه وه چې په هغه اوهغه امرکې دي هيڅ نه ويل ؟ دغه بنده به ورته وايې چې دخلګودويري له امله مي څه نشو ویلای .نوالله تعالی به ورته ووايې : چې ته خوبه په حقه يواځې له ماويريدي .

۱۵-=   اصلاح اوعلميت : مسلمان ژورنالست په دې مکلف دی چې له داسې خبر اوليکني څخه به ډډه کوي چې يوڅوک دچاپه خلاف پاروی ، ياغيرانسانی اواسلامي مفکوره چاته ورکړي ،ياددې لپاره کومه لاره په کار واچوي . بلکه دهغه عمل به دقيق ،علمي ، اواصلاحي وي . قال الله تعالی کنتم خیرامة اخرجت للناس تآمرون بالمعروف وتنهون عن المنکر .الآية .تاسو هغه بهترينه ډله ياست چې دخلګو داصلاح لپاره ميدان ته راوتلي ياست ،تاسو به دنيکي ښوونه کوئ اودبدو څخه به خلګ منعه کوئ .

۱۶= دبيان عفت ، همداراز دمسلمان ژورنالست له اعمالو څخه داهم ده چې بيان به يې عفيف وي ،دهرډول فحشاء څخه به پاک وي ، ولاتقربوا الفواحش ماظهر منها ومابطن . الانعام ۱۵۱ ګناهونوته مه ورنږدي کيږئ ؛ ښکاره وي اوکه پټ .

۱۷=حسن ظن : څرنګه چې ديوه مسلمان په څېر ژورنالست دبل مسلمان له غیبت ،تجسس ،اوتوهين څخه په ډډه کولو مکلف دی بلکه ددې برخلاف به به مؤمنانو دحسن الظن ګمان کوي ، ترخپله وسه به دچاپه بدو پرده اچوي ، اوکه اړتياپښېږي نوپه يوه سالم ډول به دهغه په اړه څرګندوني کوي . قال الله تعالی : ياايهاالذين آمنوا اجتنبوا کثيرا من الظن ان بعض الظن اثم . الحجرات ۱۲ . ای مؤمنانو ! له ډیرو ګمانونو ډډه وکړئ ځکه چې ځېني ګمانونه ګناه وي .

وايضا قال الله تعالی : فاعرض عنهم وعظهم وقل لهم في انفسهم قولا بليغا . النساء ۶۳ له دوئ څخه اعراض وکړه ، نصحيت ورته کوه ،اوددوئ د ځانو په هکله ورته ښې له بلاغته ډکې ” موثرې ” خبري وکړه .

۱۸= تیقظ : مسلمان ژورنالست به متيقظ ، اودحالاتو څارونکی وي ، کله دهغه ليږغفلت دډير خجالت اوبدنامي سبب شې . الله تعالی فرمايې : فتصبحوا علی مافعلتم نادمين . الحجرات ۶   بيا به په خپلو کړو پېښمانه شئ ،

۱۹=   له استهزاء اوملنډو څخه ډډه : همدارازدمسلمان ژورنالست له ځانګړتياو څخه داهم ده چې په کوم مسلمان به له استهزاء اوملنډو وهلو څخه ډډه کوي . ياایهاالذين آمنو ا لايسخر قوم من قوم عسی ان يکون ……. الآية ژباړه :ای مؤمنانو ! يوه ډله به په بله ملنډي نه وهي ،کيدی شې چې هغوئ له دوئ غوره وي …

۲۰= له سپکوسپورو څخه ځان ساتل . همداراز به دمسلمان ژورنالست لیکنه ،خبراوقلم له سپکوسپورو څخه بريئ وي ، قال الله تعالی : ولاتسبوا الذين يدعون من دون الله فیسبوا الله عدوا بغيرعلم   الایة الانعام   ۱۰۸

ژباړه : هغوئ ته ښنځلي مه کوئ کنه هغه به ستاسو رب ته دخپلي ناپوهۍ له امله بدورد ووايې .

سب المسلم فسوق ، الحدیث مسلمان ته ښنځل فسق دی .

۲۱ = له پيغور اوملنډو څخه ډډه : مسلمان ژورنالست دخپل حيثيت اوکرامت له مخي دبل مسلمان فرد په حيث مکلف دی چې يوه مسلمان ته پيغور ورنکړي ياملنډي ورباندي ونه وهي . البته هغه کسان چې کفار دي يادکفاروملګري دي ، هغوئ ته دغه ډول عمل په خپلو حدودوکې جائز دی . من عيراخاه بذنب لم يمت حتی يعمله . رواه الترمذي   که يې په ګناه باندي کوم مسلمان ته فيغور ورکړ نوترهغه به مړ نشې څوچې دغه ګناه ونه کړي .په بل حديث کې راغلي   : المسلم من سلم المسلمون من لسانه ويده الحديث ،دمسلمان دژبي اولاس څخه به بل مسلمان په امن کې وي .

۲۲= خوږه اونرمه   ژبه : مسلمان ژورنالست به په خپلو ليکنو ،خبرونو کې خوږه اونرمه ژبه کاروي ،موږ وينوچې ديوه تن په خبرو کې ټول اوصاف وي مګر چې خبره يې تنده شي نوپه ليکنه اوڅېړنه يې سايه وغوړيږي ، الهي فرمان دی : فقولا له قولا لينا لعله يتذکر اويخشی . طه ۴۴   تاسو ورسره نرمي خبري وکړئ ښایې چې پندواخلي يا وويريږی .

داو دمسلمان ژورنالست ځانګړنی ، اوکه ددې بالمقابل يوڅوک دغرب اوډيموکراسۍ دژورنالست په اړه غږيږي نوحتما به دغه اوصاف په کې معدوم وي . ځکه هغه هماغه کرغيړنه ،کاذبه ،رياکاره ، باطله اوجابره څهره ده چې دهيڅ ډول اخلاقي ،انساني اورښتونوالي رنګ نه لري .