دلارام کې د عمري په نوم چوک جوړیږي

  زرنج، د شعبان ۲۵ مه / د وری ۸ مه د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، دلارام ولسوالۍ کې د عمري په نوم چوک جوړیږي. د دلارام ولسوالۍ ښاروال مولوي سيف الدين “بشرمل” باختر آژانس ته وویل، د دلارام ولسوالۍ په مرکز کې د عمري په نوم چوک د ۵۰۰۰۰۰ / پنځه […]

 

زرنج، د شعبان ۲۵ مه / د وری ۸ مه

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، دلارام ولسوالۍ کې د عمري په نوم چوک جوړیږي.

د دلارام ولسوالۍ ښاروال مولوي سيف الدين “بشرمل” باختر آژانس ته وویل، د دلارام ولسوالۍ په مرکز کې د عمري په نوم چوک د ۵۰۰۰۰۰ / پنځه سوه زره افغانیو په لګښت جوړیږي او د چوک د جوړېدو اصلي موخه د يادې سوي ولسوالۍ پراختيا او بيارغونه ده.

‌ښاغلي بشرمل زیاته کړه، موږ ولسونو ته ډاډ ورکوو، چې د ښاروالۍ په برخه کې به د دوی د ستونزو په کمولو او په خدمت کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموو.

په ورته مهال د ولسوالۍ اوسېدونکو د دلارام ښاروالۍ څخه مننه وکړه او د چوک په جوړېدو يې خوښي څرګنده کړه.

د یادوني وړ ده، چې دلارام ولسوالۍ د نيمروز ولايت يو استراتيژيکه ولسوالي ده، چې د فراه او هلمند د ولایتونو سره ګډه پوله لري.