دعوت او ارشاد: په مئ کې۵۳۲ تنه د کابل ادارې کارکونکي د اسلامي امارت سره یو ځای شوي دي

د روان (۲۰۱۸م ) کال مئ په میاشت کي د اسلامي امارت د دعوت ارشاد جلب او جذب کمیسیون په هڅو او د ځایي مجاهدینو په ملاتړ د افغانستان په مختلفو ولایاتو کې ۵۳۲ تنه چي د کابل ادارې اړوند بیلابیلو ارګانونو کې په کار بوخت وو، د حقایقو په درک کولو د دغه فاسد […]

د روان (۲۰۱۸م ) کال مئ په میاشت کي د اسلامي امارت د دعوت ارشاد جلب او جذب کمیسیون په هڅو او د ځایي مجاهدینو په ملاتړ د افغانستان په مختلفو ولایاتو کې ۵۳۲ تنه چي د کابل ادارې اړوند بیلابیلو ارګانونو کې په کار بوخت وو، د حقایقو په درک کولو د دغه فاسد رژیم څخه راووتل او د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شول.

دوی مختلفه النوعه لویې او وړې وسلې، مخابرې، وسایط او یو زیات شمېر مهمات مجاهدینو ته وسپارل.

د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شویو هیوادوالو وعده وکړه چې نور به د خپل دین او وطن د خارجي او داخلي مزدورانو سره هیڅ راز تعلق نه ساتي، د خپل مظلوم ولس او مجاهدینو وروڼو سره به همکاري کوي، ترڅو لوی خدای جل جلاله ژر تر ژره زموږ له ویاړلې خاورې څخه د کفر، فسق، اشغال، فحشاء او ګمراهیو کرغیړن ټغر ټول کړي او د مسلمانانو د خوښې یو سوچه اسلامي واکمني رامنځته کړي، چي ټول افغانان پرې راټول شي.

د اسلامي امارت د دعوت و ارشاد جلب او جذب کمیسیون مشرتابه دوی ته هرکلی ووایه، انعامونه او جایزې یې ورکړې او د دوی همدا نیک اقدام یې ډیر وستایه، چې د یرغلګرو او لاسپوڅي رژیم څخه یې راووتل او د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدینو سره یې خپل پیوستون اعلان کړ.

تفصل یې د دې ځای په کليک کولو سره لوستلی شئ!