دعوت او ارشاد: په سپټمبر کي۵۰۶ تنه د کابل ادارې کارکونکي له اسلامي امارت سره یو ځای شوي

د روان (۲۰۱۷م ) کال د سپټمبر په میاشت کي د اسلامي امارت د دعوت، ارشاد، جلب اوجذب کمیسیون په هڅو او د ځایې مجاهدینو په ملاتړ د افغانستان په مختلفو ولایاتو کي ۵۰۶ تنه چي د کابل ادارې اړوند بیلابیلو ارګانونو کي په کار بوخت وو، د حقایقو په درک کولو د دغه فاسد […]

د روان (۲۰۱۷م ) کال د سپټمبر په میاشت کي د اسلامي امارت د دعوت، ارشاد، جلب اوجذب کمیسیون په هڅو او د ځایې مجاهدینو په ملاتړ د افغانستان په مختلفو ولایاتو کي ۵۰۶ تنه چي د کابل ادارې اړوند بیلابیلو ارګانونو کي په کار بوخت وو، د حقایقو په درک کولو د دغه فاسد رژیم څخه راووتل او د اسلامي امارت د مجاهدینو سره یو ځای شول .

دوی مختلفه النوعه لویې او وړې وسلې، مخابرې، وسایط او یو زیات شمېر مهمات مجاهدینو ته وسپارل .

د اسلامي امارت له مجاهدینوسره یوځای شووهیوادوالووعده وکړه چي نوربه دخپل ددین اووطن دخارجي اوداخلي مزدورانوسره هیڅ رازتعلق نه ساتي ،دخپل مظلوم ولس اومجاهدینووروڼوسره به همکاري کوي ،ترڅولوی خدای جل جلاله ژرترژره زموږله ویاړلې خاوري څخه دکفر،فسق ،،اشغال ،فحشاءاوګمراهیوکرغیړن ټغرټول کړي اودمسلمانانودخوښي یوسوچه اسلامي واکمني رامنځته کړي چي دټول افغانان پرې راټول شي .

داسلامي امارت ددعوت ،ارشاد،جلب اوجذب کمیسیون مشرتابه دوی ته هرکلی ووایه ،انعامونه اوجایزې یې ورکړې اوددوی همدانیک اقدام یې ډیروستایه چي دیرغلګرواولاسپوڅي رژیم څخه یې راووتل اودافغانستان اسلامي امارت دمجاهدینوسره یې خپل پیوستون اعلان کړ .

تفصلي یې د دغه ځای په کليک کولو سره لوستلی شئ.