دسولې روانې اوازې ! دروغ یا حقیقت… ؟

لیکوال : بشیر رسنۍ د څو اوونیو راهیسي پرلپسي   دمذاکراتو نغاره غږوي! او دا اوازې او ازانګې خپروي، چې: دکابل لاسپوڅي رژیم سره طالبانو ( اسلامي امارت ) د خبرو کولو اومذاکراتو لپاره   چمتوالی ښودلی! او هم یې ترمنځ څو پټې ناستې ترسره شوي دي!! خو ددې راپورونو   په رد اوغبر ګون کې اسلامي امارت […]

لیکوال : بشیر

رسنۍ د څو اوونیو راهیسي پرلپسي   دمذاکراتو نغاره غږوي! او دا اوازې او ازانګې خپروي، چې: دکابل لاسپوڅي رژیم سره طالبانو ( اسلامي امارت ) د خبرو کولو اومذاکراتو لپاره   چمتوالی ښودلی! او هم یې ترمنځ څو پټې ناستې ترسره شوي دي!!

خو ددې راپورونو   په رد اوغبر ګون کې اسلامي امارت پرلپسې دمذاکراتو په اړه ټولې اوازې دروغ بولي اوپه سختو ټکیو کې یې   ردوي، دهغوی په وینا دا د دښمن   د جاسوسې شبکو لخوا دروا غجن تبلیغات دي چې په مټ یې هغه غواړي دخپلو قواوو کمزوری مورال قوي کړې، ددې ترڅنګ هغوی خپل دا پخوانی دریځ   “چې څو له افغانستانه ټول   اشغالګر عسکر نه وي وتلي ”     خبرې او مذاکرات بې معنی دي!!هم بیا بیا اعلانوي، په   دې لړ کې   تازه دهغوی (اسلامي امارت)   لخوا مطبوعاتو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې په صراحت ویل شوي: چې ددغو اوازو   د خپرولو ترشا مرموزې جاسوسې کړۍ لاس لري! باید څوک پرې باور ونکړي،اعلامیه زیاتوي: په تیرو دیارلس کلو کې هم په ځلونو دغه ډول اوازې خپرې شوي ، چې لله الحمد مجاهدینوته یې هیڅ کوم زیان ندی رسولی! اونه یې کومه بې باورې رامنځته کړیده، چې روانه دروغجنه څپه به هم تیره شي او  وخت به هر څه ثابت کړي…

په اعلامیه کې سوله دهېواد والو ارمان اوضرورت ګڼل شوی، چې په اند یې: اسلامي امارت یې دتامین لپاره ابرومندانه هلې ځلي کوي! خوداچې په هېواد کې اشغالګرځواکونه شتون لري او داسلام ضد اعمال جریان لري نو له امله یې جهاد فرض عین دی ، او په ضدیې وسله کارول شرعي امر بولي….

   ښکاري   چې دښمن په مخامخ جګړه کې ستومانه او له بشپړې ماتې سره مخ دی، اوس ددغسي حقیقت څخه په لرې اوازو او تبلیغاتو سره هڅه کوي چې دنړیوالو او په خاص توګه د افغانانو اذهانو   تیر ایستلو په موخه دمذاکراتو مردود جسارت په ځلونو تکرارکړي !

بله   موخه داده، چې له دې لارې غواړي داسلامي امارت مجاهدینو وحدت او خپلواکې ته زیان ورسوي! ددې لپاره     دا ذهنیت خوروي   چې ګواکې   هغوی( طالبان) یرغمال دي! او ازاد ندي!! په دې لړ کې دکوم درېم هېواد د کردار بیا بیا ستاینه هم دا پیغام لري،چې ګڼي خدای مکړه د روان جهاد ریښې له افغانستانه بیرون دي!! او روان جهاد افغانانو نه؛ بهرنیانو روان کړی دی ! او دا هغه تور داغونه دي چې داسلامي امارت خپلواک کردار زیانمنوي او د ولس له زړو نو څخه دامارت اومجاهدینو سره دهمکارۍ شته   روحیه وباسي ،! په مجاهد افغاني پرګني بدګومانه کوي!… هم دغه وجه ده چې مغرض دښمن دې کارته دومره زیات ارزښت ورکوي چې له تیرو دیارلس کلو راهیسي یې یو وخت هم تم کړې نده او دوام یې ورکړی دی، څو په ترڅ کې یې ولس په مجاهدینو بدګومان اوبې باوره کړي…

دامریکایانو له لوري داربکي ملیشو له کرغیړنې پروسې سره هم   په دغه کرکجن   پروپاګند او تبلیغات مرسته کوي ، غرض داچې امریکایان له دغسي زهرجن پروپاګند کولو ناوړه اغراض لري چې یو یې   دافغان ولس او طالبانو ترمنځ د بې باورۍ او بې اعتمادۍ فضاء رامنځته کول دي، هغه مجاهد چې افغان ولس یې   دهېواد دازادۍ او خپلواکۍ وروستۍ مورچل بولي او ورپورې یې دازادۍ هیلې تړلې   په دې ډول تبلیغ او پرو پا ګند سره   هغه د بدنامول غواړي او خلک تري متنفراولرې کوي، نو په ټوله کې دا یوه لویه توطئه او دسیسه ده چې مستقیماً دښکېلاکګرځواک   په لارښوونه درسنیو دلارې پرمخ بیول کېږي چې   سل په سلو کې دروغ او حقیقت نلري!

خو تیر دیارلس کلن تاریخ شاهد دی، چې افغان ولس هر وخت دغسي دسیسو ته متوجه اوپام لري او داستعمار له ټولو پلانو او ارادونه آګاه دی، او په دې دپوهې درایت لري چې دا هر څه په جعلې او تقلبې بڼه خپریږي هیڅکله اصلې او واقعې ندي، دیته په کتو مونږ ډاډ لرو چې دښمن به پخپل هدف کې بری نه مومي او   داسلامي امارت او ولس ترمنځ دواټنونو ایجادولوارزو به یي هیڅکله   پوره نشي، په دې لړ کې دميډیا له لارې   یې وړاندې هم ګڼ بې اساسه راپورونه خپاره کړیدي ،چې هغه هم په کومه لویه   لاسته راوړنه ندي منتج شوي ،دا اوازه چې   نن یا سبا طالبان خبرې پیلوي !!   دوخت په تیریدو به ټوله دسیسه رسواه شي ،کومه چې امریکایان اومیډیا نن په دروغو تبلیغوي، څو دولس دننه مجاهدین بې باوره کړې او دمجاهدینو پخپلو لیکو کې هم تشویشونه وشیندي   او   پخپلو مشرانو هغوی هم بد ګومانه کړې او په دې ډول   د راتلونکیو پسرلنیو عملیاتو مؤثریت کمول غواړي . خو تیرو تجربو ته په پام ویلای شو چې په دي سره به دښمن خپل بد شکست کله هم په بري بدل نکړای شي ،نه به دمجاهدینو او ولس ترمنځ بیلتون رامنځته کړای شي او نه به مجاهدین پخپلو مشرانو بې باوره کړې زکه دایو عقیدوي او فکري جنګ دی هرڅوک یې په اړه شرعي وجایب او مسئو لیتونه حسوي… او ورته ځېر دي

دسیمې دچاروکتونکوپه اند:که څه هم په تیرو دیارلس کلو کې دغسي دسیسي بې تاثیره ختلي، او ددښمن لپاره یې هیڅ کومه اعظمې لاسته راوړنه هم نه درلوده، خوبیا هم یومخ یې   تاثیرله پامه   غورځول هوښیار تیا او زیرکتیا نده ،ځکه ددې ترشاه خامخا دښمن   اوږده پلانونه لري،هغه غواړي     ددغو تبلیغاتو له لارې ځان هغوته ورسوي، حتماً باید دمجاهدینو مشران ورته ځېر اووسي او په وړاندې په غبرګون ښودو کې زیات جدي او بیدار اووسي.

ولي   دا مریکا یې چارواکو له څرګندونو داسې جوتیږي چې دوی د انسانانو دوژلو اوځورلو لپاره روانه کړې لوبه ژر اوپه اسانه پای ته رسول نه غواړي ! نو حتمې ده چې هر کله امریکا له وحشتونو ظلمونو او جعل کاریو لاس نه اخلي ، او داشغال په دوام ټینګار لري، نوپه مقابل کې به یې حتماً   جهادهم دوام ولري ولې له دې   پرته بله لار نده پاته، څو امریکا له خپلو بدو عزایمو نه وي په شا ، دافغانانو دازادۍ او استقلال ترلاسه کولو مبارزه به روانه وي. نوپه راتلونکي کې هم شاید ددیته ورته دروغ او پروپاګند کول دجګړې دیوې برخې په توګه ورسره مل اووسي.

او له کله نه چې امریکا په افغانستان ناروا یرغل کړی او پکې خپل لاسپوڅی حکومت یې کینولی، دوامداره کوښښ کوي څو په مختلفو پلمو او بهانو خلک مصروف کړي ، چې دهغو لړ کې یوه تیرایستونکې بهانه هم دا دسولې او خبرو دپیل اوازه ده! چې پکې امریکا هیڅکله   رښتینې نده، او نه له زړه نه سوله غواړي،   ځکه امریکا یرغل کړی د دي   لپاره، چې جنګ پرمخ یوسي، له دې وجې هغه دجنګ پرته بله اراده او پلان نلري او پخپل ټول وس اوځواک دجګړې شدت غواړي، نه په عمل کې سولې ته ژمنتیا لري او نه یې په وهم اوخیال کې   د جنګ پای ته رسولو ستراتیژې ګرزي، یواځي دمیډ یا له لارې د ساده خلکو اذهانو   د مصروف ساتلو لپاره دسولې په اړه تشې اوازې او دروغجنې خبرې خپروي، چې دادی په فلاني هېواد کې مذاکرات   پیل کیدونکي دي! دادی فلانی هېواد دطالبانو په چمتولو کې مخکښ او رغنده رول لوبوي! اوژربه جنګ پای ته و رسوي! خو   په عمل کې دایوکار هم نکوي   اونه یې دکولو اراده لري او هرڅه دروغ او د واقعیت خلاف او سرچپه تبلیغوي

ځکه سوله خپل اصول   اومعیارونه لري، دهغو په رعایتولو او په پام کې نیولو سره دجانبینو ترمنځ دباور او اعتماد هڅوته اړتیا وي تر اوسه   امریکایانو او کابل مزدور رژیم داعتماد سازۍ لپاره لومړی ګام ندی پورته کړی،نوڅنګه په اسانه اوپه لنډ وخت کې دا هرڅه وشول چې آن   دخبرو څو پړاونه هم پکې طی شول ؟

   دیرغل په لومړیو کلو کې چې جهاد په ابتدائي مرحلو کې و ، امریکا یانو به داتاثر   ورکاوه چې په کال یونیم کال کې به دوی خامخا جنګ پای ته رسوي، دا څو په شمار طالبان چې سرخوږ جوړوي ځیني به ووژني،ځیني به بندیان کړي اوځیني به تسليمېدوته اړباسي نو ر افغانستان زمونږ ( امریکایانو) دی او   ورکې به دخپلې خوښې نیلي ځغلوو اوبس!

خو لږوخت پس یې دا ارمان دسراب لیدل ثابت شول،ټول هېوادته جهاد وغځید او مجاهدین پیاوړي اومنظم شول لله الحمد نن په هېواد کې   داسې ولسوالې او سیمه نشته چې هلته مجاهدین نه وي او پکې منظم جهادي تشکیلات شتون   ونلري   اویا پکې دخارجیانو او کورنیو ګوډاګیو ککرۍ دهغوی په وینو کې نه رغړیږي! اوس پوښتنه دا ده، چې دا دومره لوی مقامت پرمخ بیول دڅوتنو کار دی که دیوملت دکردار مرهو منت ؟ بلکې ددې سره د ټول ولس اراده ملګرې ده، ټول ملت پکې همکار دی، نو که هر کله کوم   ګام پورته کېږي هغه به دافغان ولس دملاتړ نه برخمن وي دولس غوښتنه به وي! په موجوده وخت کې ملت دجهاد مسیر نیولی دی! څو اشغال پای ته نه وي رسیدلی دامریکا یانو   سره هر ډول جوړجاړي ملت ته دمنلو وړنه ښکاري ، نو رازو دیته چې دامریکایانو سره سوله او خبرې پیلول یوه خورا لویه پراخه پروسه وي . کومه عادي او کوچنۍ قضیه نده، چې په دومره اسانه دي امکان ولري څنګه چې رسنۍ د څو اوونیو راهیسې ګردانوي

هرکله چې امریکان له افغانستانه وتلوته غاړه کېږدي او داعتماد سازۍ ټولې غوښتنې اومني بیا ممکن ورسره د ځینو مسایلو په باب غور وشي خو تردې مهاله چې امریکایان له اشغاله لاس نه اخلي امکان نلري چې دومره لویه قربانۍ او سرښندنې   هدر حساب شي

او نه داده چې   افغان ولس په جهاد کې ځان ستړی بولي تاریخ ګواه دی چې افغانانو تل پخپله خاوره کې بهرنيو عسکرو شتون ندی زغملی ، له چنګېز نه واخله   تر انګریزه او بیا دشوروي   ترسرو لښکرو پورې له هر ښکېلاکګر سره په قوي عزم جنګیدلي او   دسترو قربانیو اوفداکاریو په بدرګه یې یرغلګرو ته دسر وپه کوپړیو کې اوبه ورکړیدي. نن هم دامریکایې ښکېلاک دشتون پرضد په هم هغه پخوانۍ   دیني او ملي روحیه جهاد دوام لري هیڅکله به د دغسي پوچو تبلیغات خورول افغان ولس له جهادي مسیر ه ونه ګرځوي.

دغه وجه ده چې دافغان ولس لویه سلنه د روان جهاد څخه ملاتړ کوي اوپه سر اومال ورته ولاړدي.

هو! له شک پرته امریکا افغانستان کې دخپلې ماتې غچ اخیسلتولپاره ګاوڼدیان ورسره کومک کولو ته مجبوروي او غواړي دهغوی په مرستو خپل وحشتونه وغځوي لیکن هغوی باید دا درک کړي چې امریکا ته په هرڅه کې خپلې ګټې مهمې دي د دوی دستونزو پروا نلري، سیمیزو ګټو او امنیت ته کوم ارزښت نه ورکوي، هغه څه چې امریکا په دیارلس کلو کې په جنګ سره ترلاسه نکړل، اوس هغه په اسانه ترلاسه کول غواړي،له نیکمرغه اسلامي امارت او افغان ولس دیته متوجه دی، اوپه اسانه اجازه نه ورکوي چې خپل دغه خواهش پوره کړې په دې لړ کې ګاونډیانوته هم ضرور ي ده، چې خپل مسئولیتونه درکړي او دحلاتو نزاکتونه حس کړي له امریکا نه دخیر توقع ونکړې …

هغوی باید خامخا دا حس کړې چې په افغانستان د امریکا لخوا یرغل شوی دی، دافغانانو لخوا په امریکا یرغل ندی شوی، په سیمه او افغانستان کې خوره ناقرارې اوبې ثباتې دامریکا دراتګ زیږنده ده،ټول مسئولیت یې امریکا ته متوجه دی   چې دیوجایز جکومت په ځای یې ناجایز حکومت کیناوه، نو اړتیاده چې ټول په ګډه امریکا دیته اړباسي   چې هغه له افغانستانه ووځي او نه داچې هغوی دامریکا یې اشغال دپایښت سره همکارې زیاته کړي.. داکار هم دافغان ولس لپاره په زیان دی او هم دسیمې او منطقې دثبات لپاره ګواښونه رامنځته کوي…

لنډه داچې دا شته ټولې بدمرغۍ دامریکا له لاسه دي،   دهغو   په حسولوسره   دافغانستان او سیمې دثبات پخاطر باید دزمکنيو واقعیتونه په درک کولو سره مسئوولانه ګامونه واخلي ، له شک پرته امریکا روان جنګ بایللی ، هغه دنور داوږدې جګړې حوصله نلري،د افغانستان زمکه ورباندې تنګه ده آن دارګ په حدودو کې مجاهدین پرلپسي منظم عملیات اوبریالي بریدونه ترسره   کوي

… هریومغل ته مې ښودلې ابدالي جذبه خو

افسوس! په دې چې هر ظالم ته مې خپل ورور څملوي

                                                                                           (مومند)