دتحقیقاتي هیئتونو نتیجې له چاسره دي ؟!

عابد عجیبه ده! برده ګي او غلامي خو به هم یو حد لري !؟ دایویشتم قرن او دومره پرېوتې او بې احساسه غلامي !!؟ که دنن بدمعاش او زورواکي خپلو ګټوته خلک په زرو او پیسو دومره مریان کوي چې په ټول ژوند دهغوی په مخالفت څه چې دطبیعت په خلاف هم یوه خبره نه […]

عابد

عجیبه ده! برده ګي او غلامي خو به هم یو حد لري !؟ دایویشتم قرن او دومره پرېوتې او بې احساسه غلامي !!؟ که دنن بدمعاش او زورواکي خپلو ګټوته خلک په زرو او پیسو دومره مریان کوي چې په ټول ژوند دهغوی په مخالفت څه چې دطبیعت په خلاف هم یوه خبره نه شي کولای ، سره له دې چې  داوخت خو هم هغه وخت نه دی چې دخپل ژونداومعیشت لپاره سړی تردې حده مجبور شي ، په تېره بیا هغه چې ځان دنړۍ په سطحه داقتصادي ستونزو دحل مبتکر او مفکر بولي !!؟؟

واشنګټن ته  د ” نیکولسن” ناکامې ستنېدا امریکایان دومره احساساتي او لېوني کړه چې دویم قوماندان یې دخپلو ناکامیو دانتقام په لېونۍ جذبه راولېږه ترڅو په ترورونو، وحشتونو اوبې ساري ظلمونو دافغانستان له مسلمان مظلوم ولسه انتقام واخلي، له هماغې ورځې ده چې د” سکاټ میلر” په راتلوسره په بېلابېلو حملوکې شدت او ډېروالی راغلی .

که ” سکاټ میلر” او په مجموع کې امریکایانو دکندهار ګوزار نه وای خوړلی، نو زمونږ په مظلوم ولس به لانور دچاپو او بمبارونو څه حال و ؟  هغوی چې له اصله بې رحمه اوجنایت خوښي خلک دي دمقابل لوري په ځای له عامو خلکو دانتقام اخیستو هیڅ پروا هم نه کوي .

دتېرې میاشت په وروستیو شپو ورځو کې یې دننګرهار،لغمان ،غزني، میدان وردګ ،پکتیکا، کندهار، کندز ،خوست او پکتیا ولایتونوکې پرعامو خلکو ډېر په ښکاره ډول بمبارونه ترسره کړل ډېرې ښځې اوماشومان یې شهیدان کړل، دکابل افغاني غلامانو یې په وار وار دغه حملې په ځان منلې او په ډېره سپین سترګۍ یې د ترورویستانوپه ضد! دملي امنیت بریدونه ګڼلي، خو یونیم ځای چې خبره ډېره مطبوعاتي شوې او ټولو خلکو لیدلي چې وژل شوي ښځې اوماشومان دي، بیا نو ولایتي ویاندویان په پوره اخلاص رامیدان ته شوي او ځانونه یې دمطبوعاتو په مخ له مسؤلیته په یوه داسې بهانه ویستلي چې هروخت یې دخپلې بې وسۍ په صورت کې په دغه بهانه ځان خلاص بللی او ویلي یې دي چې ” …ډېرژربه سیمي ته حکومتي پلاوی لاړشي څېړنې به وکړي یا …” 

په داسې حال کې چې دهیواد په هرکونج کې چې څومره بشري ضد دولتي جنایات ترسره شوي په اړه یې دهیڅ یوه پلاوي دڅېړنو نتيجې نه دي اعلان شوې اونه چالېدلې، پوښتنه هم همدا ده چې دابه له چاسره وي اوکله به یې هم څوک وویني ؟ نه ! هیڅکله نه! لومړی خو داخبره داعلان ترهماغه صحنې محدوده وي او هسې دخلکو په سترګو کې خاورې اچول وي اوکه بیا فرض کړه چې ولاړهم شي، نو داسې افراد به ځي چې همدغه ډول امریکايي ګټوته ترافغاني دا په څو برابره ډېر ژمن وي او یاکه څېړنې یې څه پایلې هم ولري، خو دآقایانو مزاج به ددې تقاضا نه کوي چې په عام ډول اعلان شي او عام او خاص ټول خبر شي .

ددې په ځای چې دخپلې بقا لپاره ملت خپل کړي او په کار وي چې حتی ګناهګاراو مجرم هم په عفوه او درګذر دځان کړي º لا لګیا دي بې ګناه خلک ، ښځې او ماشومان یې د خپل قساوت هدف ګرځولي او هره شپه یې په یوه نه یوه کور شپني عملیات ترسره کړي وي او په ټوله معنا وحشت یې ښکاره کړی وي .

دوی په قصدي ډول شاید دا ددې لپاره کوي چې په ولس کې وېره خپره کړي او دخپلې بقالپاره یې دکارنده توکي په ډول کاروي ، خو دا ولس هیڅکله او هیچا هم په  زور نه دی تابع کړی ، طالبانو دعفوې او مرحمت په بنیاد خپل کړی، همدا لامل دی چې اوس دهغوی فتوحات ورځ تربلې پرمخ روان دي او لاسپوڅی حکومت څه چې امریکایان یې له مقابلې عاجز شوي دي .

که هرڅو دخلکو په سترګو کې د تحقیقاتي پلاوو او تحقیقاتو په نامه خاورې واچول شي، ګټه نه کوي او نور دا  کوږ بار ترمنزله نه رسیږي،مونږ وینو ډېری هغه اشخاص چې دیرغل له پیله تر تېرې یوې نیمې لسیزې پورې دغرب  د دیمکراسۍ په چپاوکې خورا فعال وو اوس یې حرکت او نظر ډېر تغیر کړی او دروان  وضعیت او نظام په وړاندې یې جبهه نیولې ، بلکې عام ولس اوس په هرڅه پوه دی او نور په هیڅ ډول اشغال نه شي منلی .