دایکنډي ولایت کې د تعلیم اوتربیې له لوري یوه لویه غونډه تر سره شوه

غونډه چې د مرکزي حلقې مسئول یې مشرې کوله د یاد ولایت ټول تعلیمي مسئولین ورته راغوښتل شوي وو ترڅو د اړوند کارونو په اړه سلا مشورې وکړي. غونډه لومړی د قرآن کریم په څو مبارکو ایاتونو پیل شوه، وروسته د تعلیم اوتربیې مسئولینو لخوا د یاد کمېسیون اړوند لوائح، طرزالعملونه او پالیسې بیان شوه […]

غونډه چې د مرکزي حلقې مسئول یې مشرې کوله د یاد ولایت ټول تعلیمي مسئولین ورته راغوښتل شوي وو ترڅو د اړوند کارونو په اړه سلا مشورې وکړي.
غونډه لومړی د قرآن کریم په څو مبارکو ایاتونو پیل شوه، وروسته د تعلیم اوتربیې مسئولینو لخوا د یاد کمېسیون اړوند لوائح، طرزالعملونه او پالیسې بیان شوه او یولنډمهاله سیمینار هم ورکړل شو.

د غونډې په ترځ کې ټولو ګډونوالو د اسلامي امارت د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون د تعلیمي بهیر څخه خوښي وښوده او هوډ یې وکړ چې ټول به د خپل توان سره سم خپلې دندې سر ته رسوي.
د غوڼدې ګډونوالو ته په دې برخه کې ډاډ او اطمنان ورکړل شو چې دوی ته به په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه نه پیدا کیږي او خپل تعلیمي بهیر به جاري وساتي.
دیادونې وړده چې دیادولایت والي صاحب په تعلیمي برخه کې دهرراز مرستې ژمنه وکړه.

۲۰۲۱/۸/۲۲