دایکنډي : مالستان کې ددښمن دتلفاتو اونیول شویو مهماتو تفصیل

له تیرو ۳ شپو راهیسي د دایکندي ولایت د مالستان ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ، د استخباراتو مرکز، د مزدورې اردو لوی کنډک، یوه قرارګاه، او  ۱۷ پوستې،  دمجاهدینو ترکلکي محاصرې لاندي وي چې  بالآخر په بشپړه توګه دمجاهدینو لاس ته ولویدي د ګوډاګي دښمن د ظالم قومندان فیروز په ګډون  ۳۵ تنه عسکر او پولیس […]

له تیرو ۳ شپو راهیسي د دایکندي ولایت د مالستان ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ، د استخباراتو مرکز، د مزدورې اردو لوی کنډک، یوه قرارګاه، او  ۱۷ پوستې،  دمجاهدینو ترکلکي محاصرې لاندي وي چې  بالآخر په بشپړه توګه دمجاهدینو لاس ته ولویدي

د ګوډاګي دښمن د ظالم قومندان فیروز په ګډون  ۳۵ تنه عسکر او پولیس ووژل شول ګڼ نور یې ژوبل اوپاتي یې په تېښته ولاړل

همداراز د دښمن څخه ۶ عرادې رینجر موټر، ۱ عراده صرف موټر، ۱ عراده سراچه موټر، ۱ عراده لوکسل موټر، یوه عراده شوبله، ۸ عرادې موټر سایکلونه، ۶ میله ثقیلان، ۳ میله راکټونه ، یوه خرناسه، ۲ میله کارمولي ټوپکونه، ۴۵ میله کلاشینکوفونه، ۲ میله امریکایي بالازن ټوپکان، ۱ میل توپنګچه،  ۱۱۵ پیره د راکټ مرمۍ، ۲۰ پیره د هشتادودو مرمۍ، ۲۳۳ پیره د هاوان مرمۍ، ۱۰۰ پیره د زیکویک مرمۍ، ۴۰۰۰ زره د ثقیل مرمۍ، ۳ عدده د ورځي دوربینونه، ۲ عدده د شپې د سپوږمۍ دوربینونه، او ګڼې نورې ډول ډول مرمۍ، او د نیول شویو مراکزو، او پوستو زیات شمېر لوازم د مجاهدینو لاسته ور غلل.

اوس الحمد لله یاده ولسوالۍ په بشپړه توګه د مجاهدینو ترولکې لاندي ده.

2021/7/13