دایکندي: ګیزاب کې  ۱۳ تنه عسکر ازاد او د خرڅ په ورکولو سره خپلو کورنیو ته واستول شول

نن غرمه مهال د دایکندي ولایت کې د کابل ادارې څخه لاس په سر د قومندان حبیب الله وطن دوست، په ګډون ۱۲ تنه هغه عسکر بیرته ازاد کړل شول چې وسلې او مهمات یې مجاهدینو ته وسپارل یاد عسکر د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله،  په فرمان او د بندیانو د کمېسیون په هڅه […]

نن غرمه مهال د دایکندي ولایت کې د کابل ادارې څخه لاس په سر د قومندان حبیب الله وطن دوست، په ګډون ۱۲ تنه هغه عسکر بیرته ازاد کړل شول چې وسلې او مهمات یې مجاهدینو ته وسپارل

یاد عسکر د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله،  په فرمان او د بندیانو د کمېسیون په هڅه ازاد او خپلو کورنیو ته واستول شول، هر بندي عسکر ته ۵۰۰۰ زره افغانۍ هم ورکړل شوې چې خپلو کورنیو ته پرې ورسیږي

وروسته له یادو بندیانو څخه تضمین واخیستل شو چې بیا به د بهرنیو اشغالګرو د اهدافو لپاره له خپلو هیواد والو سره نه جنګیږي او نه به بیا د کابل لوېدلې ادارې ته ور وګرځي، له تضمین وروسته هر یوه عسکر ته د جلب او جذب د مسؤلینو له لوري د امن کارت هم ور کړل شو.

2021/6/3