دایکندي :ګیزاب کې امنیه قومندانۍ ،مهم مرکز او ۱۳ پوستې فتح شوي

تیره شپه د دایکندي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ امنیه قومندانۍ، او د قدوس په سیمه کې د دښمن مهم لوی مرکز، او دوی ته پرتې ۱۳  دفاعي پوستې په بشپړ ډول فتحه شوې لسګونه تنه  دمزدوري اردوعسکر او پولیس ووژل شول ګڼ نور ژوبل شول، چې جسدونه یې د جګړې په ډګر پاتې دي همداراز […]

تیره شپه د دایکندي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ امنیه قومندانۍ، او د قدوس په سیمه کې د دښمن مهم لوی مرکز، او دوی ته پرتې ۱۳  دفاعي پوستې په بشپړ ډول فتحه شوې

لسګونه تنه  دمزدوري اردوعسکر او پولیس ووژل شول ګڼ نور ژوبل شول، چې جسدونه یې د جګړې په ډګر پاتې دي

همداراز یو شمېر ګوډاګي عسکر په  غرونو کې په تېښته دي چې د مجاهدینو له لوري خورا په منظم ډول ورباندي تصفیوي عملیات دوام لري.

له  مزدور او په تېښته دښمن څخه خورا ډیر وسایل، وسائط او بېشمېره  مرمۍ اونور مهمات دمجاهدینولاس ته ورغلي

د یادونې ده چې اوس مهال الحمد لله ټوله ولسوالۍ د مرکز په شمول د مجاهدینو تر حاکمیت لاندي راغله، اوس یواځې وار خطا دښمن د مزدوري اردو په یوه کنډک او ورسره دوه د فاعي پوستو کې تر کلکې محاصرې لاندي  ان شاء الله تعالی چې هغه به هم  دالله تعالی په نصرت  ژر سقوط کړی شي

دپېښې په اړه  نور جزئیات به وروسته پرلیکه شي

2021/6/4