دایکندي:ګیزاب کې دښمن یو مهم پل ویجاړ کړی ، یو موټر اوبووړی ۸ تنه پکې شهیدان ګڼ شمېرخلک ژوبل شول

د دایکندي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کندوګک په نامه یو پل جوړ وؤ چې د ګیزاب ولسوالۍ مرکز او تمزان سیمه یې سره نښلولي وه چې د دواړو غاړو ملکي خلکو د تګ راتګ لپاره ګټه تري اخیسته، چې شاوخوا ۱۰ ورځي مخکي د یادي ولسوالۍ ظالم امنیه قومندان لالی ماما […]

د دایکندي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کندوګک په نامه یو پل جوړ وؤ چې د ګیزاب ولسوالۍ مرکز او تمزان سیمه یې سره نښلولي وه چې د دواړو غاړو ملکي خلکو د تګ راتګ لپاره ګټه تري اخیسته، چې شاوخوا ۱۰ ورځي مخکي د یادي ولسوالۍ ظالم امنیه قومندان لالی ماما او ورسره ګڼ شمېر ګوډاګي کمانډویان راغلل او یاد پول یې مکمل تخریب او چور کړ، وروسته د دواړو سیمو سپینږیري مشران امنیه قومندان لالي ماما ته ورغلل خپل تکلیف یې ور سره شریک کړی چې یاد پل به موږ بیا ورغوو خو ظالم او وحشي قومندان لالي ماما د ښکنځلو تر څنګ وهلي او شړلي او د پل د بیا رغولو اجازه یې نه وه ور کړې،
باید یادونه وکړو چې د سیمي خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، اوس د سیمي خلک د هلمند سند سیمه کې پر یوه بل ویجاړ پله تګ راتګ کوي، چې په تېره شپه کې یو پلنګ کوچ ډول موټر اوبو ډوب کړی د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۸ تنه هیوادوال په شهادت رسیدلي، او ګڼ نور موټران هم اوبو کې بند شوي، چې لسګونه تنه نور مرګي حاله ژوبل دي.
انا لله وانا الیه راجعون.
2021/2/23