داسلامي امارت دیتیمانو او معلولینو ادارې  له خوا د تسلیت او بیعت اعلان:

بسم الله الرحمن الرحیم.(من المؤمنین رجال  صدقوا ماعاهدوا الله علیه ، فمنهم من قضی نحبه ومنهم من ینتظر، ومابدلوا تبدیلا.)  د یتیمانو او معلولینو اداره دخپلو ټولو مسولینو،غړیو او همکارانو په نمایندګي د شهید رهبر امیرالمؤمنین ملااخترمحمد منصور( رحمه الله) دشهادت  له امله د اسلامي امارت د رهبرۍ شوری ، ټولو مشرانو، مسؤلینو ، ټولو […]

بسم الله الرحمن الرحیم.(من المؤمنین رجال  صدقوا ماعاهدوا الله علیه ، فمنهم من قضی نحبه ومنهم من ینتظر، ومابدلوا تبدیلا.)

 د یتیمانو او معلولینو اداره دخپلو ټولو مسولینو،غړیو او همکارانو په نمایندګي د شهید رهبر امیرالمؤمنین ملااخترمحمد منصور( رحمه الله) دشهادت  له امله د اسلامي امارت د رهبرۍ شوری ، ټولو مشرانو، مسؤلینو ، ټولو مجاهدینو او په ځانګړې توګه د قدرمن شهید درنې کورنۍ ته د زړه له تله  دتسلیت  عالي مراتب وړاندي کوي ،او د عا کوو چې الله تعالی دي دشهید کورنۍ او ټول مسلمه امت ته صبرجمیل او شهید منصورصاحب رحمه الله ته په جنت کې عالي مقامات ورنصیب کړي.

همدا راز د خپلي ادارې په نمایندګي د اسلامي امارت له نوي ټاکل شوي زعیم امیرالمومنین شیخ القران والحدیث هبة الله اخندزاده  صاحب(حفظه الله )سره خپل بیعت اعلانوم  اوژمن یم چي په ټولو شرعي امورو کي به دامیرالمومنین  امرته لبیک وایو او خپل جهادي خدمت ته به د دوی تر لارښوونو لاندي دوام ورکوو.

لوی خدای دي دوی ته داسلامي نظام د قیام لپاره اوږد ژوند او  موږ ټولو ته ددېن په لاره کي دلازیاتو خدمتونو توان راکړي. امین