دارزګان کندهار لويه لار ددی ولایت محترم والي صاحب په همکاري اولار ښو دنه د بیارغولو چاری پیل سوی.

  دیاد ولایت والي محترم حاجی دعوت صاحب وائ چی اروزګان ـ کندهار لويې لاري جوړیدو ته لومړیتوب ورکوو. د اروزګان او کندهار د لويې لاري مسافرین او موټر چلوونکي هم د اسلامي امارت دمسولینو په دی کار زیات خوښ دی او غواړي چي ددې لاري جوړېدو ته لومړیتوب ورکړي. د اروزګان او کندهار لویه […]

 

دیاد ولایت والي محترم حاجی دعوت صاحب وائ چی اروزګان ـ کندهار لويې لاري جوړیدو ته لومړیتوب ورکوو.

د اروزګان او کندهار د لويې لاري مسافرین او موټر چلوونکي هم د اسلامي امارت دمسولینو په دی کار زیات خوښ دی او غواړي چي ددې لاري جوړېدو ته لومړیتوب ورکړي.
د اروزګان او کندهار لویه لاره چي شاوخوا ۱۷۵ کېلومتره ده د تېرو دوو لسیزو راهیسي خرابه او خلک ورباندي له ګڼو ستونزو سره سره تګ راتګ کوي.

اوس د اروزګان او کندهار پر لویه لاره تلوونکي مسافرین او موټر چلوونکي له مسوولینو غواړي چي ددې لاري جوړېدو ته لومړیتوب ورکړي او له شته حالت څخه خلک خلاص کړي.
د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اوسیدونکی او پر دغه لاره کندهار ته تلوونکي مسافر وایې، کلونه کیږي چي ددې لارې د جوړېدو ژمني سوې وې، خو عملي سوی نه وی.

هغه وایې، که څه هم د تېری پاسدي اداری پرمهال ددې لاري د جوړېدو برخه کي د پروژو د پلي کېدو ژمني سوې وې، خو په لوړه کچه پراخ فساد ددې لامل سوی و، چي عملي نه سوې.

مسوولین هم مني چي ددې ولایت او کندهار ترمنځ لویه لاره د تېرو دوو لسیزو راهیسې خرابه او ورباندي تلوونکي مسافر له سختو ستونزو سره مخ دي.
د اروزګان ولایت د ټولګټو چارو رییس مولوي نظام الدین نظامي وایې، په پاخه او اساسي توګه د لارې د جوړېدو امر له لوړ پوړو مسوولینو اخیستل سوی او دا مهال ورته د بودیجې پیدا کېدو په لټه کي دي.
نظامي وایې، دا چي د ژمي راتګ سره د لارې پر ګڼو سیمو خلک له ستونزو سره مخ سوي، نو دې ریاست هڅه پیل کړي چي هغه کندي اوخراب ځایونه ورغوي، اودا کار پیل شوی اوجریان لری،
په وینایې، د لاري د ویجاړ سوو سیمو بیا جوړېدو لپاره هغوی له خپلو امکاناتو کار اخلي او که چیري مسوولین نوره هم زمينه ورته برابره کړي، نو کولای سي چي تر کندهار پوري ټولي ویجاړ سوي سیمي له سره ورغوي.
هغه اروزګانیانو ته ډاډ ورکړ چي ډير ژر به د لاري جوړېدو چاري په پاخه او اساسي توګه پیل سي او له هغي ستونزي به وژغورل سي چي کلونه ورسره مخ دي. د اسلامي امارت په دی اقدام سره دارزګان ولسونه زیاته خوښی ځرګندوی او وائ چی ددی لاری په جوړی دوبه ئ ګني ستونزی حل سی.
نیټه ۱۴۴۳/۶/۱۵ ه ق