دارزګان ولایت د ارشاد حج اواوقافو ریاست لپاره نوي رئیس دنده پیل کړه .

  د یاد ولایت دارشاد حج او اوقافو ریاست لپاره رسماً نوي رئیس په دنده پیل وکړئ. مولوي عطاء الله خادم چي د ا.ا.ا له لوري د روزګان ولایت د ارشاد حج اواوقافو ریاست لپاره د رئیس په توګه معرفي سوي او نن د دغه ولایت دارشاد حج او اوقافو ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل سو. […]

 

د یاد ولایت دارشاد حج او اوقافو ریاست لپاره رسماً نوي رئیس په دنده پیل وکړئ.
مولوي عطاء الله خادم چي د ا.ا.ا له لوري د روزګان ولایت د ارشاد حج اواوقافو ریاست لپاره د رئیس په توګه معرفي سوي او نن د دغه ولایت دارشاد حج او اوقافو ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل سو.

بل لور نوي ټاکل سوي رئیس مولوي عطاء الله خادم د یاد ریاست لپاره د هر ډول خدمت ډاډ ورکړي او زیاته یې کړه چي د توان تر کچي به د خپل ولس د ښېرازۍ لپاره خپل وس ونه سپموم. او یادونه ئې وکړه چي دا یو دروند مسؤلیت دي او ددې مسؤلیت اجراء کول داسلامي احکاموپه رڼاکي زمالپاره یولازمي فرضیه ده ، هغه وویل چي دجهاد څخه زموږ هدف دجهالت دفعه وه اوهغه هدف موږ ترلاسه کړي په دا شل کلن اشغال کي چي کوم مجاهدخپل ژوند دلاسه ورکړي دهغه شهید د وينې ساتل زموږ فرضي وجیبه ده، اوزیاته ئې کړه چي که چیری د اسلامي امارت کوم آمر د تخلف هڅه وکړه نو دائې دخپلو شهیدانو د شهادت سره خیانت وکړي .
د امربالمعروف نهي عن المنکر ریاست رئیس مولو کریم الله فقیر په خپلوخبروکي وویل چي څنګه جهاد فرض دی همدارنګه دشرعي نظام جوړول هم فرض دي، او په يو ټولنه کي دشرعي احکامو پلي کول یوقوت ته ضرورت لري چي دا احکام پلي کړي انشاءالله داسلامي امارت آمرین ددي قوت څخه برخمن دي او دا احکام به پلي کوي.
په داسي حال کي چي تر مولوي عطاء الله خادم مخکي عنایت الله شهاب د دغه ریاست چاري سمبالولې.
د ارشاد حج او اوقافو ریاست ټولو کارکونکو نوي رئیس ته یې دمبارکي ترڅنګ د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.

نیټه : ۱۴۴۳/۷/۱۵ هـ ق