خوست کې مسؤلینو د ګربز قوم له استازو سره وکتل

د خوست ولايت ملکي او نظامي لوړ پوړو مسؤلينو د ګربزو قوم له مشرانو او علماء کرامو سره وليدل. د لیدني په دغه غونډه کې د خوست والي مولوي محمد نبي عمري، امنيه قوماندان، د ملي امنيت رئیس او نورو مسؤلینو ګډون درلود. يادو مشرانو د خوست ولايت رهبرۍ ته د مبارکۍ ترڅنګ وويل چې […]

د خوست ولايت ملکي او نظامي لوړ پوړو مسؤلينو د ګربزو قوم له مشرانو او علماء کرامو سره وليدل.

د لیدني په دغه غونډه کې د خوست والي مولوي محمد نبي عمري، امنيه قوماندان، د ملي امنيت رئیس او نورو مسؤلینو ګډون درلود.

يادو مشرانو د خوست ولايت رهبرۍ ته د مبارکۍ ترڅنګ وويل چې ګربزو قوم هر وخت د هېواد په ابادولو او يووالي کې رغنده رول اداکړی، دوی زیاته کړه چې د ياد قوم مشران او علماء کرام حاضر دي چې د اسلامي امارت سره څنګ پرڅنګ ودريږي او په هر ډول شرایطو کې ورسره همکاري وکړي.

خوست والي مولوي محمد نبي عمري میلمنو ته هرکلی ووايه او يادو مشرانو ته په خطاب یې وویل چې اسلامي امارت تل هڅه کړي چې د خپلو هېوادوالو لپاره د زړه له کومي خدمت وکړي، اوس هم د امارت د ټولو دولتي ادارو دروازې ستاسو پرمخ خلاصې دي، تاسو کولی شئ چې هرډول ستونزې او مشکلات له موږ سره شريک کړئ.

ناسته په هېواد کې د تل پاتې سولې ددوعایي په ويلو سره پای ته ورسيده.

‏2021‏/8‏/28