خوست کې د بیلا بیلو جرمونو په تور ۱۰ کسان نیول شوي

د خوست امنیتي چارواکي وایي، چې په تیرو لسو ورځو کې یې ددې ولایت په مختلفو سیمو کې د غلا، قتل او نشه یي توکو د پلور په تور لس کسان نیولي دي. د مسولینو په خبره په دې برخه کې یې هڅې ګړندۍ دي او چاته به اجازه ورنه کړي چې یادې ناوړه کړنې […]

د خوست امنیتي چارواکي وایي، چې په تیرو لسو ورځو کې یې ددې ولایت په مختلفو سیمو کې د غلا، قتل او نشه یي توکو د پلور په تور لس کسان نیولي دي.

د مسولینو په خبره په دې برخه کې یې هڅې ګړندۍ دي او چاته به اجازه ورنه کړي چې یادې ناوړه کړنې ترسره کړي.

ددې ولایت امنیتي چارواکو نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال یاد لس کسان او له دوی څخه نیول شوی یو عراده موټر رسنیو ته وښودل.

د خوست د جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر ملا صابر صابري وویل، په نیول شوو کسانو کې درې هغه یې د قتل په تور چې څو ورځې وړاندې یې د خوست په سرګردان چوک او کونډیو سیمه کې کسان وژلي وو، پنځه تنه یې د غلا او پاتې نور هغه یې د نشه یي توکو د پلور په تور نیولي.

د لسو ورځو په جریان کې درې تنه قاتلین چې یو یې د خوست په سرګردان چوک، بل یې په کونډۍ او دریم یې هم په یوه بله سیمه کې قتل کړی و نیول شوي، پنځه تنه غله د یو موټر سره یو ځای او پاتې یې د نشه یي توکو پلرونکي وو، چې زموږ لاسته راغلي عدلي او قضايي اورګونونو ته مو سپارلي دي.

د لعل بادشاه په نوم ددې ولایت یو تن اسیدونکی وایي دولس ورځې وړاندې د شپې پرمهال یې له کوره غلو موټر وتښتوه، خو بالاخیره د اسلامي امارت غړو پیدا او نن ورځ یې بیرته ورته وسپاره.

هغه د اسلامي امارت له مسولینو غواړي چې غلو او نشه يي توکو پلرونکو او استعمالوونکو ته سزا ورکړي.

دولس ورځې وړاندې د شپې په درې بجو غله زما کورته را واوښتل موټر یې راڅخه بوتله، له مجاهدینو ډيره مننه چې دا خلک یې ونیول، له مجاهدینو مو غوښتنه داده چې له دې ډول اشخاصو عام خلک ډير په تنګ دي او سختې سزاوې دې ورکړل شي، څو خلک ترې په امن شي.

په ورته مهال د خوست امنیه قومندان مولوي محبوب شاه قانت خلکو ته ډاډ ورکوي، چې د غلو، قاتلینو او نشه یي توکو پلرونکو پروړاندې یې مبارزه جدي ده، خو په ورته وخت ددې ولایت له اوسیدونکي غواړي چې د ښه امنیت په تامین کې د اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

(( زموږ د امنیت ملګري ددې لپاره لګیا دي چې په خوست کې پوره پوره امنیت ولرو، ولې له ولس او خلکو مو غوښتنه داده چې پدې برخه کې زموږ له نظامي ځواکونو سره همکاري وکړي، ځکه د ولس همکاري ډيره اړینه ده.))

په عین مهال مسولین وایي د خلکو د اندېښنو د له منځه وړلو په پار یې خپلو نظامي ځواکونو ته دنده سپارلې، څو په ښارکې د تورو ښیښو لرونکو موټرو مخینوی وکړي او سرغړوونکو ته یې سزاوې ورکړي.

28/10/2021