خوست کلیو او پراختیا ریاست ته نوی رئیس ور وپیژندل شو .

نن ورځ د خوست ولایت د کلیو او پراختیا ریاست مامورینو ته مولوي عنایت الرحمن د نوي رئیس په توګه ور وپیژندل شو او رسماً یې خپله دنده پیل کړه. د خوست ولایت مقام د بشري سرچینو رئیس نقیب الله متونوال په خبرو کې وویل, ادلون ، بدلون د ادارې مهم اصل دی ،نوی رئیس […]

نن ورځ د خوست ولایت د کلیو او پراختیا ریاست مامورینو ته مولوي عنایت الرحمن د نوي رئیس په توګه ور وپیژندل شو او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.

د خوست ولایت مقام د بشري سرچینو رئیس نقیب الله متونوال په خبرو کې وویل, ادلون ، بدلون د ادارې مهم اصل دی ،نوی رئیس عنایت الرحمن د مشرانو په لزوم دید د خوست ولایت کلیو پراختیا ریاست د رئیس په ټوګه ټاکل شوی دی.

هغه په خبرو کې وویل نوی رئیس د خوست خلکو سره بلد دی او انشاالله کارونه به یې په منظم ډول مخکې ځي, ورته وخت کې نوموړي د پخواني رئیس د ترسره شویو کارونو مننه وکړه.

د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شبیر احمد په خبرو کې وویل نوی رئیس پوره د کار اراده لري او کارکن شخص دی او هیله ده چې ولسونو ته رېښتینې او صادقانه خدمتونه وړاندې او شته باور په خپل ځای وساتي.

همداشان عثماني په خبرو کې د یادې ادارې له مامورینو هم هیله وکړه چې په پوره هماهنګئ خپلې چارې مخته یوسي او پاتې پروژې تکمیل کړی ترڅو نور هم بهبود رامنځ ته او حالات لا پسې مثبت لورې ته ولاړ شي.

د خوست د کلیو او پراختیا نوي رئیس مولوي عنایت الرحمن په خبرو کې ژمنه وکړه چې په پوره ډاډ سره به خپلې چارې مخته وړم او په لومړي قدم کې به نیمګړې پروژې تکمیلوم ترڅو دلته پرمختګونه رامنځ ته شي او په خبرو کې یې له مامورینو وغوښتل چې ترڅنګ مې ودریږئ ترڅو خپل هدف ترلاسه او له ولسونو سره شوې ژمنه پوره کړم .

د کلیو او پراختیا پخواني رئیس هم په خبرو کې وویل د ریاست تشکیلاتي ټیم پر کارونو بلد او ښې وړتیاوې لرې او تر خپله وسه مو زه هم ترڅنګ یم ځکه دا خپلې خاورې او ملت ته خدمت دی ، تیار یم چې بغیر له معاشه درسره همکاري وکړم .