خوست: په بندریزو چارو کې به لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

نن ورځ خوست مرستیال والي ښاغلي مولوي محمد انور دین پرور د یو پلاوي په ملتیا غلام خان بندر صفري نقطې او کمیسارۍ څخه لیدنه وکړه او د کمیسارۍ چارو لپاره یې نوي مسؤلین هم معرفي کړل. مرستیال والي ښاغلي مولوي محمد انور دین پرور کمیسارۍ مسؤلیونو سره پدې لیدنه کې چې د ولایت مطبوعاتي […]

نن ورځ خوست مرستیال والي ښاغلي مولوي محمد انور دین پرور د یو پلاوي په ملتیا غلام خان بندر صفري نقطې او کمیسارۍ څخه لیدنه وکړه او د کمیسارۍ چارو لپاره یې نوي مسؤلین هم معرفي کړل.
مرستیال والي ښاغلي مولوي محمد انور دین پرور کمیسارۍ مسؤلیونو سره پدې لیدنه کې چې د ولایت مطبوعاتي مسول مولوي عکرمه او د رابطې عمومي مسؤل مولوي جمیل هم حضور درلود د کمیسارۍ چارو لپاره نوی مسؤل بهايي جان بلال او د کمیسارۍ مرستیال مولوي آمیر محمد معرفي شول.
ښاغلي دین پرور له ټاکل شویو مسؤلینو وغوښتل, چې خپلې چارې د مشرانو د هدایت مطابق په پوره اخلاص, صداقت او سپېڅلتیا ترسره کړي او د ولس سره دې نېک چلند او ښو اخلاقو مطابق رفتار وکړي.
نوموړي په ناسته کې اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه, چې د تجارانو او سوداګرو لپاره دې په ټول توان هڅه وشي, ترڅو دوی ته د غلام خان بندر اړوندو ساحو کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
نوي ټاکل شویو مسولینو پخپلو خبرو کې د مشرانو مننه وکړه, چې ددې دروند مسولیت باور یې ورباندې کړی, ډاډ یې ورکړ, چې د مشرانو په هدایت به په پوره ژمنتیا او اخلاص سره ولس ته خدمات وړاندي کړي.
وروسته مرستیال والي او اړوندو مسؤلینو د صفري نقطې څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وشوې.